IQNA

د الازهر د اسلامی څيړنو د مرکز له خوا نوی قرآني آثار خپریږي

8:33 - January 13, 2024
د خبر لمبر: 3488561
 ایکنا- د مصر د الازهر اسلامی څيړنو مرکز  د قرآني تفسیر اونورو علومو په موضوع سره د قرآني نوو آثارو  د خپریدیا خبر ورکړ.

ایکنا نیوز  اخبار الیوم له قوله راپور راکړ، د مصر د الازهر داسلامی څيړنو مرز د قرآني علومو په حوزې کې دنووقرآني آثارو د خپریدا خبر ورکړی چې د قاهرې د کتاب د نړیوال نندارتون په پنځه پنځوسم پړاؤ کې  وړاندې شي.

د الازهر د اسلامی څيړنوو دمرکز دمشر ډاکټر  نظیر عباد په وینا، ددغو آثارو ترټولو مهم  په لسو ټوکو کې د قرآن کریم  مینځنی تفسیر شامل دی.

دغه تفسیر  د یوه هغه غوره  علمی اورګان دجوړیدا لپاره چې  موخه ئې د قرآن کریم  مینځنی تفسیر دی ، د اسلامی تحقیقاتو د  اکاډمۍ د څلورم کنفرانس د سپارښتنې په اساس منظم شوی دی . ددغه تفسیر د وړاندې کولو موخه د عنوان له ګډوډیدا پرته د آیتونو مقصد اومعننا  مختصر توضیح  عنوان شوې ده .

د عیاد په  وینا، په دغه تفسیر کې د نورو ډيرو تفسیرونو په اپوټه د قرآن اصلی هدف یعنی  پر هدایت توجه شوې ده .  له بل پلوه هڅه شوې ده څو د آیتونو په تفسیر کې کمزورو حدیثونو ته له پام پرته او علمی کړچار  ډير پام وشي .

له بلې خوا   په تیرو  کلونو کې  د الازهر د علماؤ نور قرآني آثار هم نوي چاپ شوي دي.

د ډيری نیوکه کونکو  په قرآنی تفسیر اوعلومو کې پر مینځني کړچار  ټينګار، د دینی اورګانونو به محدودولو  کې د مصر د حکومت له نوو سیاستونو سره د غږملتیا لپاره یوه هڅه بلل شوې ده . بل پلوه  له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو  د کلتوري او اجتماعي  عادي کولو لپاره  هڅه هم  ددغه کړچار د موخو یوه برخه بلل شوې ده.  

https://iqna.ir/fa/news/4193465

captcha