ایکنا نیوز د مدینې د بیخ بینائي تاسیساتو د پراختیا دادارې د اعلامیې په اساس راپور راکړ،د زیارتوالو او لمونځ ګوزارو د ټرانسپورټ او تګ راتګ د آسانتیاؤ لپاره په دغه ښار کې د نان سټاپ ګاډو طرحه پیل شوې ده . ددغو تندرو ګاډو لاره مسجد النبی د دینې ښار له اصلي بهیرونو او لارو سره ګنډي .
دغه پلان د خصوصي برخې په ملګرتیاسره او د خداوندرحمان د زیارتوالو د طرحې په چوکاټ کې اجرا کیږي او موخه ئې په مدینې منورې کې دحاجیانو، زیارتوالو و لمونځ ګوزارو دتګ راتګ آسانول دي.
اټکل کیږي چې د نان سټاپ او خصوصي ګاډو لپاره ټاکل شوي لارې به په لومړیو درو میاشتو کې بشپړ شي.
ددغه پلان اجرا کونکو ټينګار کړی دی، ددغه پلان په اجرا کې له نړیوالو سټینډرډونو سره له پرمختللو سسټمو څخه استفاده کیږي.
په دغې پروژې کې به ښه معیاري او ظرفیّت لرونکي بسونه او له ژواک چاپيریال سره برابر او ماډرن تمځایونه شامل دي چې د زیارتي او دینی جذبونکو او ټوریسټي ځایونو پشمول دمدینې اصلي سیمې هم ورسره ګنډل کیږي .د ښآر چارواکي هیله مند دي چې دغه پروژه به ټرانسپورټي خدمات دمدینې له جغرافیائي وضعیّت سره سم لوړ کړي .
په دغې پروژې کې په ۵۲کلومیټره دوې اصلي لارې په یوه ساعت کې د ۱۸۰۰ کسانو په ظرفیّت سره ۳۳تمځایونه شامل دي . لومړۍ لارې کې چې ۳۶کلومیټره ده ،۲۲تمځایونه یا سټاپونه لري او د محمد بن عبدالعزیز هوائي ډګره لومړنۍ تمځاي پيلیږي او د مدینې لویدیځي تمځاي ته رسیږي . په دغې لارې کې ترټولو مهم تمځایونه ، مسجد النبي ، د حرمیّنو نان سټاپ ریل ګاډي تمځای ، د دانش اقتصادي ښار ، د مدینې لرلید پروژه او دعزیریه سپورټس سټيډيم تمځاي دي.
په دوهمې لارې کې چې شپاړس کلومیټره ده، یولس تمځایونه پکې شامل دي چې په هغو کې د سید الشهدا چوک تمځاي ، جبل احد،او ترمیقات جومات څخه پیلیږي او د دارالهجزه تمځاي پورې رسیږي.