IQNA

د مشکات قرآني نړیوالو سیالیو ته د آثارو د لیږلو ضابطې اعلان شوې

8:24 - January 15, 2024
د خبر لمبر: 3488571
ایکنا- د تقلیدي قرائت په څآنګې کې د مشکات قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ته د آثارو د لیږد ضابطې ددغې ولسی سیالیو د دارالانشاء له خوا  اعلان شوې.

ایکنانیوز راپور ورکړی،په ولسی برخې کې  د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو دریم پړاؤ د اسلامی امت د اتحاد د پياوړتیا او د قرآڼ کریم د معارفو د خپرونې  او همداراز د اسلامی نړۍ د قاریانو او حافظانو د درنښت په خاطر  دغه ولسی سیالۍ  د ۱۴۰۲لمریز کال د سلواغې په میاشت کې د قرآن او عترت  د مشکات د پيروکارو د موسیسې له خوا  او د قدس رضوي  د آستان  په ملګرتیا او تعامل سره  په مجازي بڼه ترسره کیږي.

 په همدې اساس،د مشکات د سیالیو د دارالاانشاء په تقلیدي قرائت  څانګې کې د مشکات قرآني نړیوالو سیالیو  ته د آثارو د لیږد ضابطې  اعلان کړي،نو ځکه  د تقلیدي قرائت د څانګې  کاندیدان  په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره لازمه ده چې د نامو له ثبتولو  او د فیلم د مشخضیاتو له بشپړولو وروسته  خپل قرائت  له اړونده آيتونو  څخه زریکارډ  او د  MQMeshkat.com       په ایدریس سره ئې  اپلوډ کړي

په دغې برخې کې د آثارو د لیږدولو ترټولو وروستۍ نیټه د روان کال د سلواغې دمیاشتې ۳۰نیټه ده  او هغه آثار چې  له دغه تاریخه وروسته ترلاسه شي، په لیسټ کې نه شاملیږي. که  د ویب سایټ له لارې ئې د اپلوډ کولو   امکان  نه وي، نو خپل فیلمونه  په  09001680016 شمیرې ته  د  په MQMeshkat.com  ائي ډي سره د ایټا په وسیله  پیغام کې رالیږلی شي.  د قرائت د فیلم  وخت باید له شپږو دقیقو زیات نه وي،  د فیلم له ریکارډکولو  مخکې باید خپله نامه د خپلې کورنۍ نامه ،عمر  اوولایت هم اعلان شي. البته مناسبه ده له قرائت مخکې استعاذه او بسمله او  د قرآئت وروسته تصدیق ووئيل شي.

 لیږل شوي فیلمونه  په دوو مرحلو کې قضاوت کیږي او برلاسه کسان به د نهائي سیالۍ لپاره  مشخص شي.  ددغې څانګې په نهائي مرحله  هم په غیر حضوري بڼه ترسره کیږي.  

لازمه ده تصویر د غږ او لازم شفافیّت له پلوه له کافی واضح وای برخمن وي. له صوتي سسټم څخه  استفاده او افکټ څځه استفاده هم منع ده او تلاؤت باید یوازې پخپل وچ غږ سره ریکارډ او ولیږدولشي .  البته د غږ د کیفیّت د لا ښه کولو لپاره  له هنډز فري  استفاده  فرق نه کوي. لیږدونکي تصویري  فایلونکې باید هیڅ ډول  اډیت او په غږ  او تصویر کې کومه منظمونه (stop) او   یا مکث  (pause) هم ونشي.

 د فیلم  د ریکارډ په وخت  ځاي، منظرې او د خپل  حيرې برابرولو ته اهمیّت ورکړئ .د ګډون کوونکي د مخ اړولو په بڼه کې به دداسې مورد  او لیږل شوي فیلم  قضاوت ونشي.  

ترلاسه  شوي فیلمونه به  د سیالیو له ختمیدا وروسته په سوشل میډیا کې خپره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4193695

 

captcha