IQNA

د راست په مقام کې د شیخ البجیرمي د تلاؤت یوه برخه (فلیلم)

8:48 - January 18, 2024
د خبر لمبر: 3488589
 ایکناد مصر خدای بخښلی قاری شیخ محمود البجیرمي په دغه ډير پخوانی تلاؤت کې د الحاقه مبارکې سورې ځینی آیتونه د راست په مقام کې تلاؤت کوي.

ایکنانیوز د جلیةالقرآن اللمقامات له قوله راپور راکوي، شیخ محمود البجیرمی په ۱۹۶۶کال کې په الجدیده مصر کې  په واقع عمر بن عبدالعزیز جومات کې د قاري په توګه خپل کار پیل کړ. وروسته  په ۱۹۸۰کال کې په عین الحیاة جومات کې د قاري په توګه وټاکل شو. او دغه راز د هغه شهرت او په زړه پورې غږ د اسلامی نړۍ په ګوټ ګوټ کې مشهور شو او د اسبب شو څو د قرآن دقرائت لپاره  مختلفو ټاټوبو ته دعوت شي.  او په لویو لویو جوماتونو او دینی ځایونو کې په زړه پورې تلاؤت وکړي.

شیخ ال یرمي  پر نورو ډيرو هیوادونو سربیره د ایران  له اسلامی انقلابه وروسته ایرانته هم مسافرت راکړی. هغه په دغو شپو ورخو کې د تهران په قبا جومات کې د وحي د آیتونو په قرائت بوخت ؤ ،همداراز د ایران له ډيرو قرآن دوسته کسانواو قرآني استاذانو سره ئې ناستې پاستې درلودې او  ددوي په خصوصي او دوستانه  محفلونو کې ئې ګډون درلود.

که څه هم په ایران کې ئې  ډير زیات تلاؤتونه کړي دي ،خو  په هغه پړاؤ کې د غږد ریکارډ کولو د مناسبو وسایلو ته  دایرانیو قرآن دوسته کسانو د نه لاس رسي په علت د هغه څه خاص آثار غونډ شوي نه دي ،لکه څنګه چې ځينی د نظر خاوندان وائي،  شیخ محمد البجیرمي د قرانی تلاؤت په سټایل مکې له ښې ادا څخه له برخمنیدا سره سره  تر یوه حده د ټکو په اداکولو کې له ځینو ښکاره تیروتنو سره مخ کید،له همدې کبله د مصر د لومړی درجې یو موسیقی پوه   هغه ته سپارښتنه کړې څو د ادا دمهارتونو د لا ښه کولو  او د موجوده نیمګړتیاؤ د لیرې کولو لپاره د شیخ درویش الحریري  چې د مشهورو قاریانو په ادایی روزنې کې ئې ډيره ونډه درلودلې ، حاضر شی څو  دهغه ډیرو ارزښتمنو  تجروبو استفاده وکړي.

شیخ محمود البجیرمی د قرآن کریم له کلونو کلونو خدمت وروسته  او د ډيرو متینو او ښکلو او په زړه پورې تلاؤتونو د زیاتو ارزښتمنو آثارو په په پریښودو پسې بلاخره  په ۱۹۹۲کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

دمصر دغه خدای بخښلي قاری په  هغو تلاؤتونو کې چې په لاندینی فیلم کې ئې وینئ ، د الحاقه مبارکې سورې لومړني آیتونه د راست په مقام کې تلاؤت کوي. نو ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4194254

captcha