ایکنانیوز د عرب نیوز له قوله راپور راکړ، اټکل کیږي،له میلاده وروسته له اوو پیړیو سره اونده(لومړي قمری پیړۍ ) د قرآن کریم د نسخې یوه پاڼه د ماستریخت TEFAF ښکلو هنرونو په نندارتونو کې په څه دپاسه یو میلیون ډالرو خرڅه شي.
دغه پاڼه یا صفحه چې خیال کیږي،د حضرت محمد مصطفی(ص) له رحلت پنځوس کاله وروسته لیکل شوې ده ، د قرآن کریم یوه لومړنی نادر اثر دی چې سږکال په هالینډ کې دخرڅلاؤ لپاره وړاندې کیږي.
دغه صفحه چې د پوستکي له جنسه ده په حجازي خط سره لیکل شوې ده او مخکې د بریتانیا په یوې خصوصي ټولګې کط ساتل کیدله، په مارچ میاشت کې د ماستریخت د ښکلو هنرونو په نندارتون کې په څه دپاسه یو میلیون یورو بیّې سره خرڅلاؤ ته وړاندې کیږي.
دغه اثر یو ډيره په زړه پورې لومړنۍ نمونه ده او دا خطي نسخې د اسلام په دودولو کې او له مدکې څو نورو نړیوالو براعظمو ته د دین د پراختیا په څرنګوالی کې ډيرې اغیزې شیندي دي . شاپرو شرکت همداراز وئیلي دي ،چې د هغه مهال ددغه شان یوې نسخې شتون یوه ډيره مهمه اوځانګړې پيښه ده او دا یوه ترټولو نادره لومړنۍ موجود او اثر دی .
ددغه اثر خرڅونکي شرکت په خپلې اعلامیې کې وئيلي ديو چې د اومې پيړۍ له لومړنیو سره اړونده دحجازي قرآنونونو یوازې څلور نمونې په قطعي توګه پيژندل شوي دي ، Codex Parisino-petropolitanus، په نامې سره یوه نسخه چې زیاتره برخه ئې د فرانسې په ملی کتابتون(Bibliotheque Nationale de France ) کې په ۳۶ پاڼو کې ساتل کیږي او نوره یوه یوه پاڼه ئې هم د روسیې په ملی کتابتون او خلیلی واتیکارن کې ساتل کیږي.