ایکنا نیوز دعلوی مقدس آستان د اطلاع رسونې د ویب سایټ له قوله راپور راکړ، له قرآن سره د انس نړیوال محفل د امام علی علیه السلام د مقدس حرم د دارالاقرآن په همت سره ، په دغه مقدس ځاي کې تر یوې اونۍ پورې ترسره کیږي.
دغه قرآني پروګرام ، د حضرت امام علی (ع) دنیکمرغه زوکړې کلیزې ته ځانګړي دي او له پرون یعني د مرغومې دمیاشتې له دیرشمې نیټې په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام دمقدس حرم په بهرنیو انګڼونو کې پيل شوی او تر یوې اونۍ پورې به یعني د متقیانو دم ولا د نیکمرغه میلاد تر کلیزې پورې به یعني د سلواغې تر پنځمې نیټې پورې به دوام ولري.
دغه قرآني پروګرامد حضرت امام علی علیه السلامخ په سپيڅلي حرم کې د کعبې دمولودد درنښت د اونۍ په پروګرامونو سره برابر شوی دی او د د امام علی د سپيڅلي حرم د دارالقرآن د مسئول علاء محسن په وینا، د حمید رضا احمدي وفا، د مداحانو د ډلې او هم د عراق د ممتاز قاري شیخ عامر کاظمي پشمول د ایران یو شمیر غوره او ممتاز نړیوال قاریان به په دې اونۍ کې د قرآني پروګرامو اجرا کونکي وي .
د علوی مقدس آستان همداراز د حضرت امیر المومنین د نیکمرغه میلاد دکلیزې په مناسبت یو شمیر ډول ډول قرآني ،کلتوري ، دیني او اجتماعي پروګرامونه هم پلان کړي دی چې ددغې اونۍ ترپای پورې به ترسره شي.