ایکنانیوز راپور راکوي، د حضرت امام علی السلام سلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت دایران د اسلامی جمهوریت پشمول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې په دې مناسبت ولولناک جشنونه جوړیږي او په نجف اشرف کې د امام بزرګوار مقدس حرم د لکونو زیارتوالو کوربه دی چې له درست عراق او له درستې نړۍ به دغه نیکمرغه ورځ د د امام علی په سپيڅلی حرم کې ددغه جشن په دستورو کې دګډون لپاره ورغلی دي.
د ولایت او امامت مینه وال تل له خپل امام بزرګوار حضرت امیرالمومنین علی ابن ابی طالب علیه السلام سره عشق لري او د مرتضی علی دعظمت او ولایت په راز سره هدایتیږي او د نړۍ ددرستو انسانانو په تیره بیا د انسانیّت او عدالت مینه والو لپاره بیلګه کیږي.
ایکنا نیوز د مومنانو د امیر د نیکمرغه میلاد په نسبت یو راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.