IQNA

یو شمیر اروپائي هیوادونو له آنروا مرستندوئې ادارې سره مالی مرستې غوڅې کړې

8:41 - January 28, 2024
د خبر لمبر: 3488632
ایکنا- ځينو هیوادونو له صهیونیسټي رژيم څخه دملاتړ په لړ کې د فلسطینیو کډوالو سره مرسته کونکي د ملګروملتو د مرستندویه ادارې آنروا سره خپلې مالی مرستې غوڅې کړې او عملا په غزې کې د بې څوکه خلکو په نسل وژنې کې خپل ګډون اثبات کړ.

ایکنانیوز د فلسطین د اطلاع رسونې د ادارې له قوله راپور راکړ،  د فلسطینیو کډوالو لپاهر دملګروملتو  مرستندویه ادارې (آنروا) فعالیت اوس د جنګ په اوج کې له بل هر وخته زیات  ضرروي دی. خو ځینو اروپائي هیوادونو له دغې مرستندوئې ادارې سره خپلې مالی مرستې غوڅې کړې.

داپه داسې حال کې دي  چې له امریکا وروسته اوس د انګلستان ،جرمني ،ایټالیا، کینیډا، اسټریلیا ،فنلینډ،سکاټلینډ او هالینډ پشمول  اتو نورو هیوادونو  د صهیونیسټاو له خوا  په خپرو شوو چټي دروغو  په پلمو سره له انروا نړیوال مرستندوي ادارې سره خپلې مرستې غوڅې کړې، یو داسې اقدام چې د نیواکګرو صهیونیسټانو له خوشالۍ او هرکلی  او د بې څوکه فلسطینیانو له اعتراض سره  یو ځای دي.

له دې مخکې دامریکا خارجه وزارت  د صهیونیسټ رژیم  ددروغو په اساس ، ادعا کړې وه چې دآنروا دولس کارکونکو د تیر کال داکتوبر په اومه نیټه په صهیونیسټ رژيم د حماس مقاومتي مبارزانو په حملې(طوفان الاقصی عملیات)کې رول درلودلی دی.

د صهیونیسټ رژيم دولسم خبری چینل هم خبر ورکړی ؤ چې  ددغه رژيم خارجه وزارت د آنروا تر دباؤ لاندې دراوستو لباره نیّت لري ،  له غزې ددغه آژآنس د کارکونکو د ویستلو لپاره یو پلان کابینې ته وړاندې کړي.

د فلسطین اسلامی جهاد غورځنګ  ددغو هیوادونو د دغه غیر انساني اقدام په غبرګون کې  ټينګار کړی دی،د  انصاف د نړیوال عدالت  د فیصلې له صادریدا سره په یووخت  د آنروا د بودجې  غوڅول ، د صهیونیسټ رژیم په مقابل کې د مقاومت  په دلیل ،د فلسطین ملت ته د سزا ورکولو په معنا دی .دغه غورځنګ دخپلې اعلامیې په دوام کې د آژانس د هرډول کمزوري کیدا په باب  او د سیمې لپاره ئې دخطرناکو پایلو په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې وکړ،  د فلسطین د قضیې  دختمولو لپاره  هرډول هڅه به  له ناکامۍ سره مخ شي او  ډير زر به د فلسطین مظلوم خلک پخپلو پښو ودیریږی او  د استعماری کړیو دغه شان اقداماتو ته به په مقاومت سره ځواب ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4196296

captcha