IQNA

طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا او دګډو پولو ثبات غواړي.  

6:54 - January 31, 2024
د خبر لمبر: 3488652
ایکنا- د افغانستان د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د نوښت نومې غونډه د تیرې د وشنبې په ورځې د یولسو هیوادونو داستازو په شتون سره د افغانستان د خارجه وزارت په کوربتوب  سره په کابل کې ترسره شوه .

 

د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب  مجاهد په کابل کې د  ایران ،  چین او پاکستان  له استازو سره په کتنې ک دوي ته د پولو د امنیت په تامینولو او د ثبات په ټينګولو ، د متقابل احترام په اساس  د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د  اقتصادی ملګرتیاؤ په زمینې کې ډاډ ورکړ.

ایکنانیوز د بارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د ملی دفاع وزارت  په اعلامیې کې وئيل شوي دي ،محمد یعقوب مجاهد د ایران د اسلامی جمهوریت ، چین او پاکستان  له استازو سره په جلاجلا کتنو کې ټينګار کړی دی چې  طالبان  له ګاونډیو هیوادونو سره  د هرډول  دوه   او څو اړخیزو اړیکو  په پیاوړتیا او د متقابل احترام په اساس راشه دیرشه ته  تیار دي او له نورو هیوادونو سره هم  د پراختیا او ترقۍ په زمینې کې ملګرتیا او د  امنیت تامینولو ته  کلک هوډلري.

په دغې  اعلامیې کې وئیل شوي دي ، له دې مخکې د هندوستان، ایران ،پاکستان،ترکیې ، قزاقستان،ازبکستان،انډونیشیا ،ترکمنستان او قزقیزستان استازو د افغانستان ددفاع وزیر په میلمستیه کې  شتون ګډون کړی ؤ.

 د افغانستان د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د نوښت نومې غونډه د تیرې د وشنبې په ورځې  د یولسو هیوادونو داستازو په شتون سره د افغانستان د خارجه وزارت په کوربتوب  سره په کابل کې ترسره شوه .

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145520

captcha