ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر دقرآن او عترت د چارو مرستیال علی رضا معافد دیارسم حکومت د قرآني پروګرام او ۱۴ سترو او لویو بریاؤ د مخ کتنې ددستورو ترڅنګ دخبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. هغه د ایکنانیوز د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل د قرآن کریم نړیوال نندارتون د ایران داسلامی جمهوریت یو جاری ښه حسنه او د هیواد ترټولو لویه قرآنی پيښه ده .
هغه ووئيل، راتلونکی نړیوال نندارتون به د تیرو وختونو په څيرد روژې په مبارکې میاشتې کې ترسره شي. به دغه پړاؤ کې به د راتلونکي کال په لومړۍ میاشت کې د قرآن دنړیوال نندارتون دترسره کیدا شاهد وو،یعنی د ۱۴۰۳لمریز کال له لومړۍ ورځ راهسې د لومړنۍ میاشتې تر څوارلسمې نيټې پورې به د قرآڼ نړیوال نندارتون تردوو اونیو پورې د تهران د حضرت امام خمینی په مصلی یا عید ګاه کې په لا ولوناک او پرتم سره او د خلکو په پراخ هرکلی سره ترسره شي.
هغه دغه راز روښانه کړه ، دنوروز د اختر چټیانې یو ښه او غوره فرصت دی څو خلک د روژې په مبارکې میاشتې کې قرآنی تفرج او تفریح ولرل شي ،هیله مند یوو د هغو ځانګړوپلانونو سره چې د روژه ماتي او دسحري لپاره او له روژماتي وروسته دخلکو لپاره په نظر کې نیول شوي دي ، دغه چاره محققه شي.
د قرآڼ کریم د تبلیغي او دودیونکو فعالیتونو دپراختیا د کمیشن منشي ووئيل، دروژې دمبارکې میاشتې کې سفر محدودیّت ته په پام سره سږکال به د ؛ ؛لولم دی؛ په شعار سره په دیرشو ولایتونو کې دترسره شاهدان وو.
هغه همداراز ووئيل، تراوسه پورې د قرآن کریم په ۳۱نړیوال نندارتون کې دشتون لپاره د ۲۵ هیوادونو نمایندګانو چمتووالی ښودلی دی . دغه نړیواله برخه به په خاصه توګه د فلسطین د موضوع او د غزې ،لبنان، یمن او فلسطین د خلکو د مقاومت او مبارزې په چورلیزتوب سره وهي. د مقاومت موضوع سږکال د بحثونو ترټولو اصلي برخه په نظر کې نیول شوې ده.