IQNA

په هالینډ کې له اسلامه د ویرونې په غبرګون کې دقرآن کریم نسخې ډالۍ شوې

15:59 - February 13, 2024
د خبر لمبر: 3488709
ایکنا- د هالینډ په آرنهم ښار کې  د یوه اسلامی تنظیم مدیرانو ،په دغه هیواد کې د قرآن کریم د بې حرمتۍ په ځواب کې په خلکو کې د قرآن کریم نسخې وویشلې.

ایکنا نیوز د عربی  ۲۱ له قوله راپور راکړ، د یوه موقوفه  اسلامی تنظیم  مدیرانو چې   د هالینډ آرنم ښار شپږ جوماتونه پکې شامل دي ، د سلواغې په ۲۲ نیټه  ئې د قرآن کریم د سپکاویو او د فراطي ډلو ټپلو  له اسلامه د ویرونې  د پروسې  د اقداماتو په ځواب کې په هالینډي ژبه  یو شمیر قرآني نسخې  په خلکو کې وویشنلې.

 ددغو دستورو ترسره کونکو ، په هالینډي ژبه د قرآن کریم ترجمه شوي  نسخې او د اسلام د پاک دین  د تعلیماتو لرونکي کتابچه د ؛  قرآن آسماني کتاب مه سوځئ، بلکې وې لولئ ) په عنوان سره په یولړدستورو کې  وویشل شوې.

  

 ددغو دستورو دترسره کونکو تنظیم مشر ګالیپ آيډمیر  په یوې اعلامیې کې ووئيل،  دوي غواړي، له قرآن  سوځونې سره په مقابل کې  دځوانانو لپاره   مسلمانان د قرآن کریم او اسلام د اهمیّت په باب پیغام وړاندې کړي. هغه په دوام کې ووئيل، مونږ داسې کتابچې هم لرو چې  داسلام معارف په هالینډي ژبه توضیح کوي، او د قرآن کریم هغه نسخې  په هالینډي ژبه ژباړل شوي دي ،  هم خلکو ته ورکوو، دلته ده ، څ و هغو کسانو ته چې  داسلام په باب پوښتنې کوي،  ځواب ورکړو او ټول خپلو جوماتونو ته  دعوت کړو،غواړو، له دې لارې  له خلکو په ارتباط کې شو.

 ددغې پيښې  مجرې دې ته په اشارې سره چې د آرهنم د خلکو د اتحاد او پيوستون غوښتونکي یوو،زیاته کړه، قرآڼ کریم  یا هر یو بل آسماني کتاب باید ونه سوځول شي، بلکې  باید ولوستل شي.

تیره میاشت هم  دوو   Daliel او Waaromislam اسلامی موسیسې  په هالینډ کې د قرآن د ډالۍ کولو کمپین پیل کړی دی . دوي خپل هدف  د ورځې په ژوند کې د ګډ سوله ایز ژوند پیاوړتیا ته  هڅول  وبلل او د سوځولو په ځاي ئې د کتاب  دلوستلو پر اهمیّت ټينګار کړی دی.  دوي وئیلي  دي ،   دواګنسفلډ  سپیر اقدامات  چې یوه اسلام ضده او افراطي ډلګۍ ده ، او د تش په نامه د بیان آزادئ  چغې وهي ، خو نه یوازې د بیان آزادی محدودوي ، بلکې  په فعال ډول دهالینډي مسلمانانو په سپکاویو او تاوان رسولو پسې هم دي ، نو دا د وحدت او تفاهم د دودولو لپاره  د ډله ایزو  او  هراړخیزو هڅو سبب شوې ده .

، له اسلام سره  پرګروهنې او د  له نفرتونو  څخه په  ډکو اقدماتو ته پيرمشترکه غبرګونونو سربیره،په هالینډ کې په سیاسی  چاپيریال کې  یو اساسی بدلون هم رامینځةشوی دی ،  او  ددغه هیواد  د یوه اسلام ضده  او مهشور سیاستوال  ګیرت ویلډرز  په مشرۍ د   PVV    زوړ پال ګوند   چې په همداوروستیو کې په پارلیماني انتخاباتو کې بریالی شوی شوی  اعلان کړی دی و چې د مسلمانانو په ضد ځيني خپل سیاستونه ئې  څنګةکړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4199363

captcha