ایکنا- د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي ددې خبرې په کولو سره چې سپاه پاسداران له هماغه پیله د درستو مقاومتي ډلو واقعي پشتیبان او ملاتړی دي ووئيل، د مقاومتی چورلیز اوسنی قدرت،د اسلامی انقلاب په برکت سره دی او دا لازیات په پیاوړتیا دی . دبیرکل حزبالله لبنان با بیان اینکه سپاه پاسداران از همان ابتدا، پشتیبان واقعی و حامی همه گروههای مقاومت بوده است گفت: قدرت امروز محور مقاومت، به برکت انقلاب اسلامی است.

تیریګر صهیونیسټي رژيم له بحراني شرائطو سره لاس او ګریوان شوی
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومي منشي سید حسن نصر ا... ووئیل، وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم په بحراني شرائطو کې ژوند کوي او د مقاومتي چورلیز پر ډلو کوم شرطونه نشي تپلی.
ایرناخبری آژانس راپورور کړ، د لبنان د حزب ا... و لسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرا... پرون د شعبانیه اخترونو د شپو ورځوپه مناسبت د مبارکۍ په وئیلو او د حزب ا... د جانبازانو او د مقاومتي چورلیز د جانبازانوپه قدرونې سره په دستورو کې خبرداری ورکړی، که صهیونیسټي دښمن د جنګ سیمو پراخولو ته دوام ورکړي، نو کابو دوه میلیون صهیونیسټان به کډه په سر شي.
حسن نصر ا.. په دې په ټينګار سره چې د مقاومتي چولیز مبارزان له صهیونیسټي د ښمن سره د مقابلې لپاره بشپړ تیار دي ووئیل، په غزې تړانګې باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم دتیریو دوام به په متناسبو ځوابونو او تل د مقاومت له اغیزشیندونکو او غاښ ماتونکو ځوابونو سره په یووخت د نوو معادلاتو او قواعدو په اساس وي.
د لبنا ند حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي روښانه کړه ، د مقاومتي چورلی زه یوادونه او د نړۍ ډیری آزادي غواړي ملتونه په غزې تړانګې کې د فلسطین د مظلومو خلکو له مقاومته هماغه راز ملاتړ کوي او دبې ګناه خلکو له څلور میاشتینیو وژلو او جنګ او ترینګلتیاؤ وروسته وحشي صهیونیسټي رژيم د خپلو موخو په پوره کولو کې بشپړ ماته خوړلې ده.