ایکنا- دعراق ، ملایشیا ،سنګاپور او هالینډ هیوادونو استازو د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د قرائت په څانګې کې د خپلې پچې په اساس تلاؤتونه وړاندې کړل.
ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو په څلورمه ورځ د عراق ،ملایشیا،سنګاپور او هالینډ هیوادونو نمایندګانو د خپل لمبر په اساس د تحقیق د قرائت په څانګې کې تلاؤتونه وړاندې کړل،البته د حاضرینو له خوا دير وستایل شول .
ایکنانیوز په دې اړه ددغو تلاؤتونو ویډیو ئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.