IQNA

د قرآن دنړیوالو سیالیو په وروستۍ ورځ ددنیا ترټولو ورکوټی چاپی قرآن مخ کتنه کیږي

14:26 - February 21, 2024
د خبر لمبر: 3488761
ایکنا-د دنیا دترټولو وړوکي چآپی قرآن مخ کتنه د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلويښتم پړاؤ نن په پنځمه او وروستۍ ورځې  په یو لړ دستورو کې مخ کتنه کیږي.

 ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ له ترټولو وروستۍ ورځې سره په یووخت  په ایران کې موجود ترټولو ورکوټی چاپي قرآن  چې له یوسل پنځوسو تردوه سوه کلونو ترمخکې پورې چاپ شوی دی ، په یولړدستورو کې ئې مخ کتنه کیږي.

ددغه قرآن لرونکي عقیل رفیعي  د ایران د قرآڼ د نړیوالو سیالیو  د څلویښتم پړاؤ په څنډې کې  ایکنانیوز سره په خبرو کې ووئيل، دغه قرآن کریم ، کابو شل کاله مخکې ماته خپل پلار راډالۍ کړ،هغوي هم دغه کتاب له خپل آکا ترلاسه کړی ؤ.

هغه دې ته په اشارې سره چې  زمونږنسب او کورنۍ  ټوله رحاني او په پخوانۍ اصطلاح ؛ملا؛ ده ووئيل، په تیرو وختونو کې هغو کسانو ته چې قرآني سواد ئې درلود، ملا خطاب  کید.دغو کسانو لیک لوست نه درلود، خو توانیدل قرآن ولولي  یا  ئې اصطلاحا قرآنی سواد درلود.

رفعیي  روښانه کړې ده ، دغه قرآن  له مخکینیو نسلونو زما لاس ته رارسیدلی دی او  کابو له تیرو شلو کلونو راهسې ئې په ویاړ سره ساتنه کوم . د کارپيژاندو دتشخیص په اساس، دغه قرآن  یوسل پنځوس کلنه مخینه لري. د  هغه څه په اساس چې آوریدل شوي دي،  ددغه کتاب  لس نسخې په مصر کې چاپ شوي دي  او دمګړئ  موجوده یوازینۍ نسخه ئې همدغه قرآن دی  چې نن ئې مخ کتنه کیږي.

 هغه ددغه قرآن د ساتنې د وضعیّت په باب  ووئيل، دغه قرآن ، له قدیم الایام څخه په یوه نقره ای وسپنیز صندوق یا چوکاټ کې ساتل شوی او  یو هغه دلیل چې تراوسه پورې محفوظ پاتې شوی دی ،  او پاڼې ئې سالم دي ،  په همدغې صندوقچې یا چوکاټ کې ئې ساتنه ده. البته  ددغه قرآڼ جلد نشته.

رفیعي ددې پوښتنې په ځواب کې  چې میوزیم ته ددغه قرآن د ډالۍ کولو نیّت لری یا به پخپله وساتي ،ووئيل، فیصله مو کړې ده ،څو ددغه قرآن کریم په ساتنې کې خپلې دندې ته دوام ورکړم.

https://iqna.ir/fa/news/4200851

captcha