IQNA

په نړۍ کې د قرآن کریم دترټولو ورکوټي نسخې جالب حکایت (فیلم)

8:26 - February 24, 2024
د خبر لمبر: 3488776
ایکنا- د قرآن کریم یوه نسخه  چې د یوه پُستي ټکټ په اندازه ده  او وئيل کیږي، دن ړۍ ترټولو ورکوټي قرآني نسخه ده . د آلبانیه  په یوې کورنۍ کې له یوه نسله بل نسل ته منتقله شوې ده.

ایکنانیوز د العربیه  له قوله راپور راکړ، په آلبانیه کې د پروشي کورنۍ څو نسله دي چې د پُستي ټکټ په اندازه  یو ډیر وړوکی قرآني نسخه  چې  له کورنیو داخلی خونړیو نښتو  سالمه پاتې شوې، ساتلې ده.

 د متخصصانو په وینا، دغه قرآن کریم  د ن ړۍ یو هغه ترټولو وړوکی چاپی قرآن  دی چې په یوه ورکوټي نقره ای جعبې یا ډبې کې  ساتل کیږی. که څه هم دغه جعبه  د وخت په تیریدا سره  زنګو  وهلې ده.

ماریو پروشي چې  د آلبانیه په پلازمینې تیرانا کې ژوند کوي، وائي؛ مونږ دغه قرآڼ له یوه نسل څخه بل نسل ته  په قربانۍ اوسرښیندنې سره   رسولی  وساتلی دی .داسې قرآن چې  د چاپ  تاریخ ئې نه دی لیکل شوی ، سورې ئې  په بشپړ لیسټ سره دي  او کاغذونه ئې نازک او صفحې  ئې هم لیکل شوي او ښکلي شوي دي . البته له دوربین پرته ئې څوک لوستلی نشي  او هغه دوربین  په دغه جعبې کې موجود دی . ددغه قرآن دغه ډبئ یوازې  دوه سنټی میټره  پلَن  او یو سنټي میټر اوږد دی.

 په تیرانا کې په بیدر پوهنتون کې د قرآني مطالعاتو د څیړاند التون کاراج په وینا،  دغه  ۹۰۰ مخیزه نسخه لږترلږه  له نولسمې پيړۍ راهسې موجوده ده. هغه وائي ،  دا د نړۍ یو ترټولو وړوکی قرآن  دی .  ددې د چاپ تاریخ  د نولسمې پیړۍ وروستیو ته ورګرځي .  دا یوډیر ارزښتمن او  تاریخي آثر دی او له نیکه مرغه اوس په آلبانیه کې  موجود دی.

 دغه قرآن  وړوکوالی  یوازې د ددغه آسماني کتاب په باب کومه   استثنائي موضوع نه ده، ځکه  د کاتولیک پروشي د  کورنۍ  مسلمان شونه  ئې هم واقعي دلیل دی.

ماریو وائي ، د هغه نیکه او نیا  په کاسووا کې په جاکوویکا کې د یوه نوي کور د جوړولو لپاره د مځکې  په کیندلو بوخت ؤؤ چې یو کس هلته دفت شوی  او د هغه د زړه د پاسه دغه قرآن کیښودل شوی ؤ.هغه په دوام کې وائي و دغه وړوکی کتاب ډيرې معجزې ،برکتونه او کیسې لري . دغه کتا ب د ما لپاره ډير  په زړه پورې دی .

د پروشي  کورنۍ دا یوه  الهی نښه ګڼلې او اسلام ئې منلی دی او ددغې کورنۍ نیکه  د تیرې پيړۍ په دیرشمې لسیزې کې  دآلبانیه دپاچا د پوځ یو افسر ؤ او  په عربی ژبه ښه مسلط ؤ او هره شپه  ئې خپل دوستان  د قرآن دلوستلو لپاره خپل کور ته دعوت کول. هغه دغه کار  دانور خوجه  د کیمونیسټي او دیکتاتوري حکومت سره سره چې د اسلام ډير سخت مخالف ؤ،ترڅلویښتو کلونو پورې ترسره کړ. پروشي وائي ، یوه ورځ مو پولیسو ته اطلاع ورکړه چې مونږ په کور کې یو قرآن لرو ،البته  دهغه کوچنوالی سبب شو، زما پلار  ئې پټ کړي او  ډيرې هڅې ئې وکړې ،خو پيدا ئې نه کړئ شو. په دې پیښې پسې د پروشي پلار سکندر  فیصله وکړه دغه قرآن  په کاسووا کې  خپل یوه دوست ته وسپاري . هغه  دغه کتاب په قاچاقي توګه  له پولې وویست .  په ۲۰۱۲ کال کې  او د پروشي د پلار په مړینې سره  دغه قرآن هغه ته په ارث کې ورسید.

د پروشي کورنۍ ته  له عتیقه آثارو سره دلچسپي لرونکو او حتی دځينو میوزیمونو   له خوا د پلورلو وړاندیزونه   شوي دي ، خو پروشي د ډير زیات عشقث، اړوندوالی او خپلې مینې  په وجه  د قرآن کریم  ددغه کم موندونکي  نسخې د نه پریښودلو  خبرې کوي  او وائي ، هیڅکله  ددغې نسخې د پلورلو فکر نه کوي ، دا قرآڼ زما له کورنۍ سره اړونده دی.

https://iqna.ir/fa/news/420140

captcha