ایکنانیوز د حسینی مقدس آستان له قوله راپور راکړ،د حسنی مقدس آستان د قرآني چارو سلایار د قرآن کریم د نړیوالې ورځې د پروګرامونو په لړ کې د قرآن کریم مشهور خوشنویس عثمان طه،د سږکال د قرآني څيرې په توګه غوره کړ. په قرآني چارو کې د حسینی مقدس آستان دعمومی منشی مرستیال شیخ حسن منصوري ووئيل، د قرآن کریم دخدمت په ډګر کې د تجروبې اوتخصص لرونکو د ستاینونکي کړچار په دوام کې د حسیني مقدس آستان د قرآني چارو څانګې سږکال دقرآني کال د شخصیّت د انتخاب په پروګرام کې د پرله پسې دریم ځل لپاره مشهور خوشنویس ۹۰ کلن ډاکټر عثمان طه چې په څو لسیزو کې ئې د قرآن کریم د کتابت په زمینې کې ډيرې هلې ځلې کړي دي او دههغه دقرآن خطي نسخه په درستې نړۍ کې د میلیونونو مسلمانانو کې لاس په لاس کیږي، سږکال د قرآني څيرې په توګه معرفي کړی دی. المنصوري زیاته کړې ده،ددغه شخصیّت د انتخاب خبر په مدینې منورې کې د هغه په کور کې له دغه مشهور خوشنویس سره په کتنې کې هغه ته ورکړل شو او د هغې ویاړمنې ډالۍ او انعام په ورکولو سره چې حسیني مقدس آستان د قرآن کریم دنړیوالې ورځې ددرنښت په دستورو کې قرآن څيړاندو ته ډالۍ کیږی،هغه ته وسپارل شو.
دغه خوشنویس عثمان طه هم د هغو چاروالو په مننې سره چې د قرآني څیرې په توګه ئې د هغه په ټاکنې کې رول درلودلی،هیله وښودله چې له ناروغۍ د ښّه کیدا په بڼه کې عراق ته سفر وکړي. هغه همدرااز د خداي بخښلي عراقي خوشنویس هاشم البغددي دخوشنویسۍ مثبتې اغیزې هم وستایلې.
د وئيلو ده چې حسینی مقدس آستان تیر کال ډاکټر فاضل السامرائي د قرآن کریم د عملی څيړنې په حوزې کې دپوهنتوني زحمتونو په ویاړ سره د کال غوره څيره ټاکلې دی.