IQNA

د کینیډا ددینی مطالعاتو استاد؛

نور دینونه د آخرالزمان د ژغورونکي په باب څه وائي؟

6:52 - February 26, 2024
د خبر لمبر: 3488784
ایکنا- د کینیډا یو اوسیدونکی ددینی مطالعاتو استاد پروفیسر لیاقت تکیم  په دې اند دی چې  په آخر الزمان کې په یوه ژغورونکي باندې اعتقاد، یوازې شیعیانو او مسلمانانو ته مخصوص نه دی او په نورو دینونو کې  په تیره بیا په یهودیّت او مسیحیّت کې هم شته  دی.

له پخوا راهسې ، د مصلح  په ظهور اعتقاد، یو اساسی اصل دی . مخکیني ډیری پیغمبرانو د یوه بل د راتلو ژمنه ورکوله. همدناراز  د هغوي د مخکینیو په ټولو  ځيرو او اشارو کې ،تل د آخرالزمان د ژغورونکي ؛ یعني د (آخرین   موعود) په باب ، د کالکی ،پنځم بودا ، سوشیانس ، مسیحیا، دانسان زوي  اوداسې   دنورو نامو په شان په عنوانونو سره  خبرې موجودې دي.

ټول دینونه تقریبا په دې ټکي متفق القول دي چې ژغورونکی به راشي ااو  دوی به د سرزورو او ظالمو واکمنانو د غلامئ له توکي وژغوري ،یوه له عدل او انصافه ډکه ټولنه به رامینځةکړي.  په ژغورونکي باؤر ،په مختلفو دینونو کې په بیلابیلو عنوانونو سره مطرح  ده او د هغوي یوه اساسی  عقیده شمیرل شوې ده. د څینو څيړاندو په وینا،  داسې ډير کم  مذهب  اوملت موندل کیدلی شی،  چې په ژغورونکی باندې ئې باؤر نه وي.

ډاکټر لیاقت تکیم د تانزانیا په زنګبار کې   د خوجه شیعیانو په یوې کورنۍ کې زیږیدلی دی. په ۱۹۷۸کال کې  د لندن  پوهنتون څخه  د اقتصاد په څانګې فارغ التحصیل شواو وروسته ئې د  امریکا په ویرجینیا پوهنتون کې د دینونو د تاریخ په څانګې کې زده کړې وکړې.هغه همداراز پخپل تسیس کې په ۱۹۸۳کال کې؛ په اسلام کې د موعود پالنې دعقیدې؛ په باب  څيړنې وکړې  او له دغه پوهنتونه ئې خپلې زده کړې تر ایم فل پورې پاي ته ورسولې .په همدغه کال کې د ایران د قم علمیه حوزې ته راغی  او د عربو د ادبیاتو، اصولو، تفسیر، حدیث او رجال او شیعه فقې په زمینې کې په زده کړو او څیړنو بوخت شو. دوه کاله وروسته انګلستان ته لاړ او ددینونو په څانګې کې په زده کړو بوخت شو او پّ ۱۹۹۰ کال کې  ئې  د  امامیه  ژوند لیک په ادبیاتو کې ئې د شیعه امامانو د انځور په عنوان سره  په تسیس ترسره کولو سره  دلند له سواس (Soas) پوهنتونه پي ایچ ډي ډګري  ترلاسه کړه.

د بشریّت د ژغورونکي حضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه میلاد د کلیزې په مناسبت  د کینیډا د مک مسټر  پوهنتون ددینی مطالعاتو  استاد او په امریکا کې د تشیعّ نومې کتاف مؤلف پروفیسر لیاقت تکیم ایکنا خبری آژانس سره په خصوصي خبرو کې  ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا یوازې شیعیان او مسلمانان د  بشریّت د ژغورونکي په راتلو  اعتقاد لري، یا نوره دینونه هم په دې باب کوم اعتقاد لري،؟ ووئيل،  په آخر الزمان کې د یوه ژغورونکي په راتلو اعتقاد  یوازې مسلمانانو او شیعیانو ته مخصوص عقیده  نه ده  او په نورو دینونو کې په تیره بیا په یهودیّت او مسیحیّت کې هم  دغه عقیده شته . په یهودیّت کې مسیح په نامې سره یوه شخص ته اشاره کوي، چې د حضرت داؤد له نسله  به وي . په پیل کې اعتقاد په دې ؤ چې مسیح ډير زر او د حضرت داؤد (ع) په زمانې کې ظهور کوي.البته د داؤد د امپراتورۍ له دړې وړې کیدا وروسته له حضرت سلیمان(ع) څخه ، په یهودیّت کې ئې  په وروستي پړاؤ کې د هغه د راتلوآئيډیا  رابرسیره شوه . دغه باؤر موجود دی چې هغه  د داؤد د زوي په توګه، په اخر الزمان کې دښمنانو ته ماته ورکوي او  یو حکومت رامینځةکوي ، چې  خلک به پکې په سولې اوخوشبختۍ سره ژوند وکړي. نوره ډلې ټپلې هم وې چې  په نورو اتلوالو شخصیّتونو ئې اعتقاد درلود چې په دغه بحث کې ئې نه سپړو. په ټول کې ،په یهودیّت کې د ژغورونکي آئيدیا ډيره رابرسیره ده . هغه په دوام کې و،ئيل ، البته په مسیحیّت کې  هم د ژغورونکي  ائيدیا شته ، دلته  دمسیح آئيدیا په پيل کې له یهودیّت څخه وارده شوه ،ځکه مسیحیّت  د یهودیت له زړه بڼه موندلې ده. په پيل کې په دې باب چې مسیح څوک دی ، یو لړ اختلافات موجود وو، خو سوکه سوکه  دغه باؤر رامینځةشو چې مسیح هماغه  عیسی(ع) دی .په مسیحیّت کې د ژغورونکي آئيدیا د وخت  په اوږدو کې بدله  شوې ده.

ایکنا بیا له هغه وپوښتل چې ستاسو په نظر کې د حضرت امام مهدي حکومت ځانګړنې څه کیدلی شي، نو پروفیسر لیاقت تکیم په ځواب کې ووئيل،  قرآن کریم د حکومت د هدف په باب خبرې  کوي او  دهغه د جوړښت دډول په باب   څه  نه وائي. دحضرت امام مهدي (ع) د ظهور اصلي موخه ، دعدالت او برابرۍ ټينګول دي :؛؛ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ:  خداوند خپلو نزدو کسانو ته دعدل ، او احسان او دبخښنې فرمان ورکوي.::: (سوره نحل، آیه ۹۰).

https://iqna.ir/fa/news/4201702

 

captcha