IQNA

د مسقط د کتاب نړیوال نندارتون لیدونکو ته لس زره قرآنی نسخې ډالۍ شوې

8:30 - March 04, 2024
د خبر لمبر: 3488819
ایکنا- د عربستان د  دیني چارو او دعوت او اسلامی ارشاد وزارت ، په عمان کې د مسقط د کتاب نړیوال نندارتون کتونکو ته لس زره قرآنی نسخې ډالۍ ګړې.

ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ، د عربستان  د اسلامی چارو  او ارشاد وزارت د قرآن کریم دغه نسخې  دملګ فهد قرآن خپرندوئې ټولنې  له خوا برابرې شوي دي.

د مسقط  د کتاب نړیوال نندارتون اته ویشتم پړاؤ د عمان په پلازمینې مسقط کې  د فرورۍ له ۲۱پيل شوی او د مارچ تر دوهمې پورې  ئې دوام وکړ.

د عربستان د اسلامی ارشاد او دعوت  او داسلامی چارو وزارت سټال  په تیره بیا د قرآن د نشر اوچاپ  له مجمعې سره  اړونده  برخه د نندارتون د لیدونکو له  پراخ هرکلي او لیدنې سره مخ  شوه.

په دغې برخې کې د قرآن د نسخو او په څه دپاسه ۷۷نړیوالو ژبو باندې ئې ژباړل شوي نسخې ، د قرآن کریم د چاپ مرحلې  او همداارز  په مختلفو اسلامی هیوادونو کې د کلام الله مجید  له چاپ او ویشلو سره اړونده خدمات شامل وو.

په دغې برخې کې همداراز بیلابیل  اسلامی ایپلیتکیشنونه،په تیره بیا  له مجازي  واقعیت څخه په استفادې سره د جج د مناسکو او عمرې د روزنې په باب  ایپلیکیشن  چې په تری ډي بڼه  د حج د مناسکو او عمري ټول  عملونه او روزنې پکې شاملې دي، او همداراز د مکې مرکمې دخطي نسخو د نمایش ایپلیکیشن  هم  وړاندې شو.

په دغه نندارتون کې ګډون، د عربستان د دعوت او اسلامی ارشاد د چارو د وزارت د مسئولانو له خوا،داسلام او قرآن کریم  ته دخدمت په خاطر  د ورځې له ټولو ټيکنالوجیو او آوزارونو څخه په استفادې سره د پوهیدا او تبلیغي هڅو یوه برخه بلل شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4203248

captcha