ایکنا نیوز د الشروق له قوله راپور راکړ، د افریقا ترټولو لوي جوما او د تر دې دمه د نړۍ دریم لوي جومات یعنی الجزایر جامع جومات،د تیرې چارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د قرآن کریم د ډله ایز تلاؤت کوربه ؤ.دغه ډله ایز تلاؤت چې ؛ حزب الراتب ؛نومیږي، د الجزایر د قرآنی مدرسو، جوماتونو او ځایونو کې د قرآني محفلونو یو ډول ځانګړی تلاؤت دی.
د الجزایر د جامع جومات په اساسنامې کې راغلي دي ، چې ؛حزب الراتب ؛ جوړیدا ، د جماعت د هر هغه امام یوه دنده ده چې جومات اداره کوي.
د فرورۍ په ۲۵نیټه چې د شعبان دمیاشتې له پنځلمسې نیټې سره سمون خوړ، د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون په رسمي توګه دغه جومات افتتاح کړ.
الجزایر جامع جومات په مکې مکرمې کې له مسجد الحرام او په مدینې کې له مسجد النبي وروسته د نړۍ دریم لوي جومت دی او په افریقا کې لوئې وچې کې ترټولو لوي جومات شمیرل کیږي.په دغه جومات کې د یولک شل زره کسانو دلمون اداک ولو ګنجایش شته دی ، په ده جومات کې یو دارالقرآن او د تمدنونو د خبرواترو یو مرکز هم شامل دی . ددغه جومات خاصه معماري په مراکشي سټایل سره ترسره شوي چې په الجزایر ،تیونس او مرکاش کې د جوماتونو د جوړولو او ښکلي کولو ځانګړنه ده . او د جومات څلورو واړو کونجونو کې لوړې مینارو په زړه پورې محراب او منبر ددغې معماري د سټال یوه ترټولو مهمه او خاص ځانګړنه ده .