IQNA

د مصر یو مشهور قاري ولې په شپږمیاشتني بند محکوم شو؟

7:58 - March 07, 2024
د خبر لمبر: 3488838
ایکنا- د مصر یو مشهور قاري  د قرآن کریم په تلاؤت کې دخلاف ورزۍ کولو په دلیل په شپږ میاشتني بند محکوم شو.

ایکنانیوز  د المصری الیوم له قوله راپور راکړ،  د مصر د قرآن کریم د حافظانوا وقاریانو  ټولنې ، ددغه د قرآن کریم  په سم تلاؤت کې  دخلاف ورزۍ په دلیل  د مصر د یوه  مشهور قاري لپاره د شپږ میاشتني بند  فیصلې دصادریدا خبر ورکړ.

 د  شیخ محمد صالح حشاد په مشرۍ په مصر کې د قرآن کریم د حافظانواوقاریانو ټولنې ټينګار کړی دی چې په تول توان سره  به له هغو خلاف ورزیو سره  مقابله وکړي چې د قرآن کریم په صحیح تلاؤت کې ترسره کیږي.

دغه فیصله د مصر شرفیه ولایت په محمدنصر الطاروطي مشهور قاری شیخ محمد احمد نصر علی قطب  لپاره صادره شوې ده.څو د خدای تعالی د کتاب او د قرآن کریم په تلاؤت کې  د هغه مخکښ کیدا او د مصر ځائيګی  وساتل شي او په همدې دلیل به له هرډول هغې خلاف ورزۍ سره چې په دې زمینې کې وشي،چلند وکړي.

شیخ حشاد په پاي کې ووئيل،  هیله مند  یم ،دغه فیصله چې پر قاری محمد نصر الطاروطي صادره شوې ده،د هر هغه چا لپاره چې  ځان وسوسه کويڅو  دخداي تعالی  په کلام کې ګوتې ووهي ، مخه نیونکي شي.

هغه ټينګار وکړ، دغه اتحادیه به له کوم غرض پرته تل له هغو کسانو سره په مقابلې کې چې  دتلاؤت  له قوانینو سرغړونه کوي،  خپل دریځونه خوندي وساتي .

د  قرآن کریم د شوری سورې دځينو آیتونو دتلاؤت په وخت د شیخ  محمد نصر الطاروطي  نادودو حرکتونو د انځورونو خپریدا په ځان پسې ،د مصرپه ټولنیزو  چینلونو کې پراخې نیوکې درلودلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4203955 

captcha