IQNA

په الاقصی جومات کې د روژې میاشتې له پيلیدا څخه د اعتکاف د مجوز د صادریدا غوښته

8:50 - March 07, 2024
د خبر لمبر: 3488841
ایکنا-  د اردن د پارلیمان نماینده نایل فریحات د اوقافو  وزارت څخه غوښټي ، د روژې دمبارکې میاشتې له پيلیدا څخه دې د فلسطینیانو د اعتکاف مجود صادر کړي.

ایکناد اردن ۲۴ خبری سایټ له قوله راپور ورکړی، د اردن د پارلیمان استازي نایل فریحات  د اسلامی چارو او اوقاف له وزیر سره په کتنې کې(د الاقصی جومات د کمپلیکس د  متوَلي یامنجور په تګه) وغوښتل  په فلسطین کې  اوسنیو حساسو شرائطوته ،په تیره بیا دغزې د  ډیرو بوږنوننکو شپو ورځو حالاتو ته په پام سره فلسطیني لمونځ ګوزار دې  د روژې دمبارکې میاشتې له پيلیدا څخه په الاقصی جومات کې د اعتکاف  مجوز ولرل شي.

هغه دې ته په اشارې سره چې په تیرو کلونو کې  درمضان  د اعتکاف قایمولو مجوز د روژې د مبارکې میاشتې وروستیو لسو ورځو  ته محدود ؤ،ددغې غوښټنې د علت په باب د اردن د اوقافو د وزیر د پوښتنې په ځواب کې ووئيل، تیر کال  په الاقصی  جومات کې  د فلسطیینانو د اعتکاف لپاره یوازې د لسو ورځو مجوز صادر شو، چې دغې موضوع د لمونځ ګوزارو او د صهیونیسټي پوځیانو  ترمینځ ډير مشکلات رامینځةکړل.

 هغه دې ته په اشارې سره چې سږکال د فلسطین  حالات  له تیرو کلونو سره ډير فرق کوي، روښانه کړه ،  الاقصی جومات واقعي خطرې ګواښي او د روژې دمبارکې میاشتې  له پيل څخه د فلسطینیانو   ترسره کیدا په حقیقت کې  په الاقصی جومات باندې د سرزورو یهودیانو د بې وخته او بې  یرغلونو څخه  ددغ مقدس ځاي ملاتړ دی ، په تیره بیا  دا چې  یهوديانو دستورې به هم په الاقصی جومات کې ترسره شي.

فریحات په دوام کې  په مسجد النبی او مسجدالحرام کې  دلمونځ ګوزارو  اعتکاف ته چې  د  رمضان المبارک د میاشتې له هماغه پيله په دغودواړو مقدسو ځایونو کې ترسره کیږي، اشاره وکړه او روښانه ئې کړه ، سږکال  له تیرو کلونو سره ډیرتوپیر کوي  ،ځکه چې د طوفان الاقصی  عملیاتو وروسته  د ډيرو زیاتو چیلنجونو اومشکلاتو کتونکي یوو  او له بل پلوه ،الاقصی جومات ته د فلسطینیو لمونځ ګوزارو  د  ورتلو او داعتکاف  لپاره د محدودیّت په رامینځةکولو کې د صهیونیسټي کنسټ د سرزوري  غړي بن عفیر  او د سرزورو  زوړپال یهوديانو لمسؤنکي  اقدامات ایجابوي  چې د اردن د اوقافو او اسلامی چارو وزیر سږکال  د تیرو کلونو په نسبت  لاځانګړي او جدي تدبیرونه غوره کړي.

په همدې لړ کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس  دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیهّ د کب د میاشتې په نهمه نیټه  دیوې اعلامیې په صادرولو سره  دفلسطین ملت په الاقصی جومات کې د روژې د مبارکې میاشتې  له لومړۍ ورځې څخه  او د  داسرائيلو په وسیله د   هغوي دتپلي کلابندۍ ماتولو  ته بللي وو.

 هغه وئیلي وو،مونږ  په بیت المقدس کې له خلکو غو اړو، د روژې د مبارکې میاشتې  په لومړۍ ورځ  الاقصی  جومات ته لاړ شي ،ځکه  د الاقصی جومات کلابندي او دغزې کلابندي  یوه  کلابندي ده .

https://iqna.ir/fa/news/4203782

captcha