IQNA

په انډونیشیا او ملایشیا کې د اسرائيلو د ملاتړو شرکتونو بایکاټ هماغه شان دوام لري

8:09 - March 09, 2024
د خبر لمبر: 3488846
ایکنا- په انډونیشیا او ملایشیا کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د ملاتړو شرکتونو د محصولاتو اوشیانو  بشپړ بایکاټ هماغه راز دوام لري او دغو شرکتونو ته ئې دسلګونو میلیونونو ډالري تاوانونه اړولي دي.

ایکنانیوز  راپور راکوي،  په غزې تړانګې اولویدیځي غاړې کې د فلسطین د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  د څاروي ډوله  جنایتونو په سختیدا پسې ، د ملایشیا او انډونیشیا  ښاریز ه ماغه شان  ددغه جنایتکار رژيم د ملاتړ شرکتونو او دهغوي محصولاتو او شیانو بایکاټ ته دوام ورکړی دی.

 د   «Unilever»  نومې شرکت چې  په انډونیشیا کې د قالیو د پلورلو یو ترټولو مشهور برنډ دی ،وئيلي دي  د تیر میلادي کال په وروستیو درو میاشتو کې د مونږ پلوررسما دوه برابره کم شوی دی.

په همدې لړ کې مک ډونالډ دوهم شرکت  چې د  اسلامی امت د بایکاټ په شیشت کې ټارګټ شوی ،د پلور په برخې کې پر مالی تاوان سربیره  اعلان کړی دی چې د ؛ فرانچایز؛  خرڅلاؤ له لارې   ئې د نوو څانګو  پرانیسته  هم ډيره زیاته کمه شوې ده  او نور  له دې چارې څوک هرکلی نه کوي.

داپه داسې حال کې دی چې  په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژيم له حملې پيلیدا مخکې  تمه کیدله ، په ملایشیا کې د مک ډونالډ شرکت د څانګو شمیر  شپاړس فیصده زیات شی،خو اوس دغه احصائې حتی یو فیصدو  ته هم نه دي رسیدلي.

 د   «Starbucks» او«Danone»   شرکتونه  هغه شرکتونه دي چې بایکاټ شوي د ی او  د دغو شرکتونو له خوا هم د ورته ضرر او تاوانونو راپورونه وړاندې شوي دي.  


شرکت‌های «Starbucks» و«Danone» از دیگر شرکت‌هایی هستند که مورد تحریم قرار دارند و گزارش‌های مشابه ضرر و زیان از این شرکت‌ها نیز ارائه شده است.

https://iqna.ir/fa/news/4204145

captcha