ایکنا د السبق له قوله راپور راکړ، د عربستان دنجونو نړیوال مرکز اعلان کړی دی ، چې د روژې دمبارکې میاشتې لیدل نن یعني د مارچ په لسمه نیټه داسلامی اوعربي نړۍ په هرځاي کې په سترګو او یا دروبینونو سره لیدل ممکن دي . سره له دې دعربستان سترې محکمې پر خلکو غږ کړی چې نن یعني د مارچ د لسمې په مازدیګر دې د رمضان د میاشتې د لیدو څارنه پیل کړي.
دغه مرکز پخپلې اعلامې کې هغې فیصلې ته چې د شعبان دمیاشتې پیل ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي، د فرورئ یولسمه نیټه د شعبان دمیاشتې له لومړۍ ورځ سره برابره وه او تمه کیږي، دعربستان په ګوټ ګوټ کې عام مسلمانان د شعبان د ۲۹ نیټې یعني د مارچ په لسمې نیټې د شعبان د نهویشتمې نیټې میاشت وویني.
دعربستان سترې محکمې هر هغه کسه چې د رمضان المبارک میاشته په سترګو سره یا د نجومو د آوزارونو په وسیله وویني ، غواړي، فوري دې د سیمې تر ټولو نزدې څارنوالۍ ته اطلاع ورکړي او خپل شهادت دې ثبت کړي اوی ا د میاشتې د لیدو ترټولو نزدې مرکز ته دې اطلاع ورکړي او او خپل راپور دې وړاندې کړي.
دغه مرکز له هغو کسانو چې د میاشتې د لیدو بینائي قدرت لري هم غوښتي دي د هیواد په مختلفو سیمو کې دمیاشتې د څارونکو کمیټیو سره دې مرسته وکړي او ددې کار لپاره دې ځان معرفي کړي ا و له کارپيژاندو سره دې ملګرتیا وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې د نجومو د حساب او د موسم حالاتو ته په پام سره دعربستان د موسمیاتو د ټولنې مشر عبدالله المسند هم وئیلي دي، چې د رومضان المبارک د میاشتې پیل به په دوشنبې ورځې وي په دې شرط چې په آسمان وریّځ او ګردونه نه وي او میاشت ولیدل شي،نو د میاشت کامل شونه (څوارلسم شپه ) به هم د مارچ په ۲۵نیټه دوشنبې سهار لس بجې او دوه منټ باندې وي.
د عربستان ددغه کارپيژنداي اټکل هم ددغه هیواد دنجومو له کارپيژاندو سره سمون خوري او د نجومي محاسباتو په اساس، د روزې د مبارکې میاشتې دیرش کاملې ورځې مکملې شي او د اپریل په لسمه د چارشنبې په ورځ به د روژې دمبارکې میاشتې نیکمرغه اختر وي.