IQNA

د انسانی فرښتو د لومړني عبادت جشن؛د یوه ایرانی – اسلامي جشن انځوریز راپور

14:25 - March 14, 2024
د خبر لمبر: 3488883
ایکنا- په تېر کال کې د انساني فرښتو د لومړني عبادت په جشن کې له انجوڼو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کتنه شوې وه ،چي په ټولنیزو رسنیو کې خورا زیات انعکاس درلودلی ؤ او سږکال په همدان کې د دغو فرښتو لومړنۍ عبادي دستورې ترسره شوي چې یوه خاصه ولوله اوپرتم ئې درلود.

ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکوي، د  انساني فرښتو د لومړني عبادت جشن په دې معنا دی چي انجوڼې په ۹ کلنۍ کې او هلکان په ۱۵ کلنۍ کې د عبادي پوهې عمر ته رسیږي.

  او ددغو انساني فرښتو  سږکال  دغه دستورې په همدان کې د حضرت امام خمینی امامباړې کې ترسره شوي دي  په دغو دستورو کې د ۱۰۰۰ ایرانيو زده کوونکو د عبادت په جشن  کې برخه واخسته او یو لوي پرتم او ولوله ئې نندارې ته وړاندې کړه.

د ایران په لرغونی فرهنګ کې د هر یو اختر او یا هم هرې لمانځنې لپاره چي د متعال خدای د نعماتو د شکریې د ادا کولو لپاره وي، جشن جوړیږي.

په ایران کې د پرښتو د عبادت جشن، هغه جشن دی چي انجوڼو ته په ۹ کلنۍ کې د عبادت د کولو او له خدای سره د اړیکو د نیولو په خاطر جوړیږي.

په عبادت کې د عقل ودې ته پاملرنه زیات اهمیت لري.

بلوغ په دې معنا ده چي انسان د پوهې داسي یو حد ته رسیږي چي د خدای عبادت ته تیار شوی وي.

عقل په انسان کې د ښو او بدو د پېژندلو او د پریکړې د کولو تمیز ته وایي.

په تېر کال کې د عبادت په جشن کې له انجوڼو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کتنه چي په ټولنیزو رسنیو کې خورا زیات انعکاس ومونده.

په اسلام کې د عقل او مینې پر بنیاد له خدای سره د اړیکو د نیولو په باب زیات ټینګار شوی

مهر د خاورو یوه داسي ټوټه ده چي شیعه مسلمانان د لمانځه او د سجدې پرمهال سر پرې ایږدي، په مختلفو روایتونو کې راغلي دي چي د اسلام ګران پیغمبر ص خپلو یارانو ته، په خاورو باندې د سجدې کولو سپارښتنه کړې ده او تسبیح هم د ذکر د ویلو لپاره دی.

په دغه جشن کې انجوڼو او هلکانو ته د یو بل په وړاندې د پردې او حیا کولو اړوند تعالیم ښودل کیږي.

د اسلامي تعالیمو له مخې، متعال خدای د احکامو د رعایتولو په وړاندې انسانانو ته اجر ورکوي.

دغه مراسم د همدان په ښار کې د امام خمینی ره په امام بارګاه کې تر سره شوی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147646

captcha