IQNA

په ایکنا کې ؛په بهار کې پسرلي ؛ تعقیب کړئ(پوسټر)

10:18 - March 16, 2024
د خبر لمبر: 3488884
ایکنا- د روژې دمبارکې میاشتې او د نوروز د نیکمرغه شپو ورځو  ځانګړي پروګرامونه په مختلفو قرآني ،دیني،کلتوري ،ادبی او ټولنیزو حوزو کې په ویناؤ او مطلبونو سره ،په iqna.ir او په @iqnanews   ایډریس سره په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوي دي.

په ایکنا کې ؛په بهار کې پسرلي ؛ تعقیب کړئ(پوسټر)

ایکنانیوز هرکال د روژې مبارکې میاشتې له پیلیدا سره په یووخت،د قرآن پسرلی  په عنوان سره په دینی، قرآني،علمي،ادبی ،اجتماعي او کلتوری حوزو کې  د متخصصانواو د نظر خاوندانو په دعوت کولو سره دخپلو مخاطبانو لپاره په ویډیوئي بڼه روزونکي او ښونکي ګفتاري درسونه برابروي او خپروي ئې او سږکال هم ددغې مبارکې او برکتناکې میاشتې د طبیعت او د نوروز د نیکمرغه شپوورځو سره د یووخت والي په دلیل ئې په مختلف انداز سره  د ؛ په بهار کې  پسرلئ؛ په نامې سره ځانګړي دوسیه تولید کړې ده.

د ۱۴۴۵قمری کال  د رمضان مبارکې میاشتې په بهار کې  پسرلي نومې پروګرام  کې  ددغه قرآنی خبري آژانس  بهرني مخاطبان هم د مخکینیو  پړاؤنو په شان د رمضا الکریم  له معرفتي بحثونو برخمن کیدلی شي.

د ابوحمزه ثمالي د دعا شرحه، د رمضان د هرې ورځې انځوریزه دعا ، د روژې دمبارکې میاشتې د معرفت د لا زیاتولو لپاره  د لوستونکو کتابونو معرفي کول، او دغه راز د خوږو مخاطبانو د معنوي تاندوالی د زیاتولو په موخې سره  دمتن لرونکو محتواؤ  تولید د قرآپه پسرلي  او دطبیعت  په بهار کې د قرآنی خبري آژانس ایکنا نور ځانګړي تدارکات دي.

په دې اړه د درسي عنوانونو او د هرې برخې د شمیر په اړه ؛ په بهار کې د پسرلي ؛ په  نامې سره په ځانګړي دوسیې کې یو ځانګړی پوسټر هم چاپ شوی  او د ویناوالو او متخصصانو او د عنوانونو  پيژندګلوي پکې شوې ده

 

https://iqna.ir/fa/news/4205525

captcha