ایکنا نیوز راپور راکړ،د د قرآن د نړیوالو نندارتون په بهرنۍ برخې کې د متحده عربی اماراتو ، الجزایر ، عربستان،تیونس، کویت ،تایلینډ ،بنګله دیش، عراق ، فلسطین ،ملایشیا ،انډونیشیا،سریلانکا،هندوستان، بحرین او پاکستان او دغه راز د فرسانې ،چین،کرویشیا،روسیې او جرمني په څیر مسلمان او غیر مسلمانو هیوادونو نمایندګانو په دغه پړاؤ کې ګډون درلودلی د.
دغو اتلسو هیوادونو د قرآن کریم دنړیوال نندارتون په یودیرشم پړاؤ کې سټالونه او هنري آثار لري، پهدغې مینځو میان کې د اوو نورو هیوادونو نماینده ګان هم په دغه نندارتون کې یوازې دمیلمانو په توګه شتون لري.
په نړیوالې برخې کې هره ورځ د حاضرو هیودونو د استازو په شتون سره مختلفې ناستې ترسره کیږي. همداراز دمختلفو هیوادونو سټالونه هم خپل آثار نندارې ته وړاندې کوي.
ددغه نندارتون نړیواله برخه د ۲۵ اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو دنمایندګانو په شتون سره د وري د میاشتې له لومړۍ نیټې تر اتمې نیټې پورې د اسلامی او قرآني هنري آثارو د لیدونکو کوربه ده او دغه راز په ټول کې دغه نړیوال نندارتون هم د ورې دمیاشتې تر څوارلسمې نیټې پورې دوام لري.