دغې محکمې فیصلې چې د تیرې جمعې په ورځې صادره شوې، هغه قانون چې په ۲۰۰۴کال کې په اترا پردیش صوبې کې ددینی مدرسو د مدیریّت په باب تصویب شوی ؤ لغوه کړ.
دغې محکمې په دې ادعا سره چې ددغومدرسو فعالیت دهندوستان په اساسی قانون کې د درج سیکولرزم خلاف دی، سنتي مدرسو ته ئې د زده کونکو دمنتقلولو فرمان صادر کړی دی.
د صوبې د دینی مدرسو د ښونې د پلاوي مشر افتحار احمد جاوید وئيلي دي، چې د محکمې فیصله په ۲۵ زره ښونځیو او مدرسو کې دوه اعشاریه اوه میلیون زده کونکي او لس زره معلمان اغیزمن کوي.
د هند د اتر پردیش صوبې دوه سوه څلویښت میلیون له آبادۍ پنځه فیصدي نفوس مسلمانان دي. په هندوستان کې د راتلونکي اپریل او جون ترمینځ عام انتخابات ترسره کیږي چې تمه کیږي ، د نریندرامودي په مشرۍ بی جې پي افراط پال او واکمن ګوند پکې بریالی شي.
د هندوستان مسلمانان او د بشری حقوقو ډلې له بهارتیه جنتا پارټي سره اړونده ځیني غړی او اړونده کسان افراطي هندوان له مسلمانانو سره د اړونده مالونو او املاکونو د ړنګولو او د اسلامی ضد نفرت خورونکو څرګندونو په دودیدا تورن کړي دي . دا په داسې حال کې دي چې مودي سرکار په هندوستان کې د مذهبی تعصب شتون په زغرده ردوي.
د بی جې پی ګوند مشران وائي ، حکومت د ځينو تاریخي تیروتنو د اصلاح کولو هڅه کوي چې په هغو کې یو دشپاړسمې پیړۍ د هغه جومات په ځاي کې په دافراطي هندوانو په لاس په ۱۹۹۲کال کې ړنګ شو،د هندو مندر وروستۍ مخ کتنه هم شامله ده.