ایکنانیوز راپور ورکړی، لاکروا خپرونې دهندوستان دمسلمانانو د وضعیّت په باب په یوه راپور کې لیکلي دي،دهندوستان په شمالي برخو کې د والدواني ښار مسلمانان هماغه شان په ویرې او وحشت کې ژوند کوي،او له هندو اکثریّتي پرګنې سره بیرته ګډ سوله ایز ژوند ته هیله مند دي .دغه وضعیّت له دې وروسته رامینځةشوی چې درې میاشتې مخکې د بلواؤ په ځپنې کې دسیمې شپږ مسلمانان وژل شوي وو،دغه شخړه د یوه جومات په ړنګولو پسې رامینځةشوي وه.
دغه خبری سایټ پخپل راپور کې ددغې سیمې له یوشمیر مسلمانانو سره چې په بلواؤ او اخ وډب کې ئې کورونو ته یو لړ تاوانونه اوښتي وو، خبرې کړي دي. دوي په زغرده وئیلي دي ، چې ددغې سیمې مسلمانانو په تیرو وختونو کې له هندوانو سره هیڅ ډول مشکل نه درلود اوحتی له یوه بل سره ئې مذهبی اخترونه هم په ګډه ترسره کول.
د هندوستان په شمال کې په اوتراکنډ صوبې کې په یو میلیون آبادۍ سره په ه الدوني ښار کې تاؤتریخوالي هغه مهال رامینځةشوي وو چې په بانپولپوره کې په بولډزرو سره یو جومات او د قرآن کریم د زده کړې یوه مدرسه په کنډوالې بدله شوې وه. حکومتي چارواکي مدعي شوي وو،چې دغه جومات او ښونکي مدرسه په غیرقانوني توګه جوړه شوې ده . په دغو شخړو کې د پولیسو یوه تاڼه سوځول شوې وه او دغه راز په اخ وډب کې کابو شپږ کسان وژل شوي او په لسګونو نور هم ټپیان شوي وو،البته د هماغو پيښو تاؤتریخوالی هماغه شان شته او مسلمانان هماغه شان په ویرې او وحشت کې ژوند کوي.