ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د فلسطین د پوسټرو او نقاشۍ دغه نندارتون د پاکستان د کلتور د پخواني وزیر ، د فلسطین د سفارت د مرستیال او د فلسطین فاؤنډيشن دعمومی منشی په شتون سره د اسلام اباد ښار د ایف -۹ پارک په هنری ګیلرئ کې ترسره شو.
د فلسطین د پیوستون په عنوان سره په دغه نندارتون کې داسلام او پیښور ښارونو د مختلفو تعلیمي موسیسو سره داړونده فعالانو ،هنری پوهنتونونو دلوړپوړو هنرمندانو او استاذانو پشمول څه دپاسه سلو زده کونکو ګډون وکړ.
په پاکستان کې د فلسطین فاؤنډیشن عمومی منشي صابر ابو مریّم رسندویو ته ووئیل،چې د هنری ظرفیّتونو له لارې په پاکستان کې د فلسطینیانو د وضعیّت او د غزې د شرائطو په باب دپوهونې کمپاین هماغه راز دوام لري.
په پاکستان کې د فلسطین دسفارت مرستیال هم پخپلې وینا کې ووئیل، دنړۍ عمومي افکار ویښ شوي او مونږ په مختلفو هیوادونو کې د ولسی او محصیلینو دپاڅون شاهدان یوو او اوس دغه د مظلومانو دملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ضد دغه چغه د امریکا پشمول د اروپا په سلګونو پوهنتونونو کې هم آوریدل کیږي. هغه ووئیل، د جنایتکارو اسرائیلیانو ملاتړي اوس د پټيدا لپاره ځاي نه لري ،ځکه چې د فلسطین پلویان به د صهیونیسټي تیریګر رژیم شریکانو اوملاتړو ته اجازت ورنکړي، څو خپلو وحشي ډوله جنایتونو او تیریو ته دوام ورکړي،تاریخ به هم تیریګر او دهغو ملاتړي هیر نه کړي.