ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور ارکړ، دبشری حقوقو دفاعي ادارې په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، دجرمني حکومت دتوکمپالنې په وړاندې ددغه هیواد د مسلمانانو په ملاتړ کې لټي کوي، په داسې حال کې چې د دوي په ضد د نفرت او توپير موردونه په زیاتیدا دي .
دغې ادارې پخپلې اعلامیې کې وئیلي دي ، دمسلمانانو په ضد دتوکمپالنې دعملی تعریف نشتوالی ، د پیښو په باب درسمي اطلاعاتو نشتوالی او له قربانیانو څخه د تشکیلاتي ملاتړ نشتوالی هغه موردونه دي چې په دې زمینې کې د اغیزشیندونکي غبرګون خنډ کیږي.
د بشری حقوقو په دفاعي ادارې کې په اروپا کې له توکمپالنې سریه داړونده چارو یو څيړاند آلماز تفرا وائي، د نفرت اوتوپیر په وړاندې د مسلمانانو په حفاظت کې د جرمني د حکومت ناکامئ ددې موضوع په نه درک سره پیلیږي چې مسلمانان له توکمپالنې کړیږي. هغه زیاته کړې ده ، په جرمني کې د مسلمانانو په ضد د توپیر او نفرت له روښانه درک پرته او ددغه شان پیښو په باب له پیاوړو ارادو پرته به دجرمني د چارواکو ځواب بې اغیزې وي.
د بشری حقوقو ددفاعي ادراې په وینا، د ۲۰۲۳کال د ستمبر تر وروستیو پورې دلومړنیو احصایو په اساس د اسلام په ضد له نفرت خورنې سره اړونده ۶۸۶ موردونه ثبت شوي دي چې په ۲۰۲۲کال کې له ثبت شوو موردونو څخه تر ۶۱۰ موردونو پورې زیات دي
د بشری حقوقو دفاعي ادارې له دې مخهکې هم په نیواکي فلسطین کې له وروستیو بدلونونو پسې په اروپائي هیوادونو کې دمسلمانانو په ضد دنفرت خورونې د موردونو د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړی ؤ.