IQNA

په ۱۰ قرائتونو د قرآن کریم غونډیدا او د اسلامی انقلاب د سترلارښود له خوا ئې قدرونه

14:36 - May 01, 2024
د خبر لمبر: 3489141
ایکنا – د الشاطیبه ،الدوره او طیبةالنشر له لارې په لسو قرئتونو د قرآن کریم غونډونکي ته د رهبرۍ د ستر مقام له خوا د انګشتر یا ګوتي ډالۍ شوه.

ایکنا نیوز راپور راکوي، قرآن کریم د قرآن خدای بخښلي معلم رحیم آهور د زوي او دایران د قرآن د نامتو قاري او مدرس ابراهیم آهور له خوا د الشاطیبه،الدره او طیبة النشر له لارې په لسو قرآئتونو دقرآن کریم غونډول،د ۱۴۰۰لمریزکال په وري میاشت کې د قرآنی علومو او تخنیکوو د استاذانو او د نظر خاوندانو په شتون سره د ایکناخبری آژانس په ځاي کې افتتاح شول.په وروستیو شپو ورځو کې په دغو لسو قرائتونو د کتاب یوه نسخه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي خدمت ته ورسول شوه او هغه په دې اړه فرمائيلي دي چې په اسلامی نړۍ کې ددغه آسماني کتاب په چورلیزي موضوع سره ډيربیلګه کتابونه موندل کیدلی شی، خو دغه اثر،جامع انداز سره د مختلفو قرائتونو په موضوع سره دی چې ساری نه لري. همداراز د رهبرۍ ستر مقام له خوا مبارکه ګوتي ددغه کتاب دغونډونکي لپاره ډالۍ شوه.ددغه مصحف شریف خاصه ځانګړنه دا ده چې د قرآن په هرې صفحې باندې د قرآن د قاریانو د آسانې اجرا لپاره له اوو جلاجلارنګونوڅخه په استفادې سره د قرائت ټول موردونه مشخص شوي دي . پر دې سربیره ، دد مصحف په حاشیې کې د لومړي ځل لپاره د فرش الحروف ټول موردونه د شاطبیه، الدره او طیبةالنشر له درو مشهورو طریقو سره شرح کړئ شوي دي.

 

هدیه مقام معظم رهبری به فعال قرآنی کشور

 

 

ابراهیم رحیم آهور

 

 

هدیه مقام معظم رهبری به فعال قرآنی کشور

 

https://iqna.ir/fa/news/4213030

captcha