IQNA

د کارګر د حق په اړه د اهل تشیَع د امامانو ۴ خبردارۍ / د کارګر نړیواله ورځ

16:36 - May 01, 2024
د خبر لمبر: 3489146
ایکنا - په اسلامي احادیثو او روایتونو کې په ځانګړې توګه، د شیعه مذهب له نظره، کار کول د دنیوي او اخروي عمل په توګه، چې ډېر اجرونه او ثوابونه لري یاد شوی او په اړه یې ډېرې سپارښتنې هم شوې دي، داسې چې هغه  کارګر ته چې د خپلې کورنۍ د ژوند اداره کولو لپاره هڅه کوي، ورته د خدای په لاره کې د جهاد کوونکي لقب ورکړل شوی دی. په دې برخه کې او د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت، په دې اړه د شیعه امامانو څلورو سپارښتنو او ټینګار ته کتنه کوو.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اهل تشیّع او نورو  اسلامي سرچینو پر بنسټ، د کارګر د وړتیاوو د ښه کولو لپاره زمینه برابرول یوه دنده ده. دا یو دیني روایت دی چې [فرمايي]:  مَن‌ ظَلَمَ‌ اَجیراً اَجرَهُ اَحبَطَ اللهُ عَمَلَهُ وَ حَرَّمَ عَلَیهِ ریحَ الجَنَّة؛(1) ژباړه: که څوک پر یوه کارګر ظلم وکړي، د هغه د ​​مزدورۍ او حق په اړه ظلم وکړي، د هغه ټول نیک اعمال له منځه ځي.

 په اسلامي احادیثو او روایتونو کې په ځانګړې توګه، د شیعه مذهب له نظره، کار کول د دنیوي او اخروي عمل په توګه، چې ډېر اجرونه او ثوابونه لري یاد شوی او په اړه یې ډېرې سپارښتنې هم شوې دي، داسې چې هغه  کارګر ته چې د خپلې کورنۍ د ژوند اداره کولو لپاره هڅه کوي، ورته د خدای په لاره کې د جهاد کوونکي لقب ورکړل شوی دی. په دې برخه کې او د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت، په دې اړه د شیعه امامانو څلورو سپارښتنو او ټینګار ته کتنه کوو.

 ۱- له کار وروسته د معاش ټاکل

امام علي عليه السلام: نَهى [رَسُولُ اللّه ِ صلي الله عليه و آله] أن يُستَعمَلَ أجيرٌ حَتّى يُعلَمَ ما اُجرَتُهُ ؛ [ كتاب من لايحضره الفقيه، ج4، ص10.]

د اهل تشیع لومړی امام او د رسول الله (ص) ځای ناستی امام علي علیه السلام فرمایي:

حضرت رسول مبارک د معاش له ټاکلو مخکې، د کارګر له نیولو منع کړی دی.

۲- د خولې له وچېدو مخکې د معاش ورکول

امام صادق عليه السلام : أعطِهِم اُجورَهُم قَبلَ أن يَجِفَّ عَرَقُهُم ؛ [ الكافى ، ج5، ص289 .]

امام صادق عليه السلام د اهل تشیع شپږم امام او د اسلام د ګرام پیامبر یو لمسی فرمايي:

مخکې له دې چې د دوی(کارګرانو) خوله وچه شي، د دوی معاش ورکړه.

۳- مسیحي، مسلمان او نور توپیر نه لري

مَرَّ شَيخٌ مَكفُوفٌ كَبيرٌ يَسألُ . فَقالَ أميرُالمُؤمِنينَ : ما هذا؟ فقالُوا : يا أميرَالمُؤمِنينَ! نَصرانيٌّ . فَقالَ : استَعمَلتُمُوهُ حَتّى إذا كَبُرَ و عَجَزَ مَنَعتُمُوهُ ، أنفِقُوا عَلَيهِ مِن بَيتِ المالِ ؛ [ وسائل الشيعه ، ج15، ص66 .]

یو بوډا چې کمزوری او ړوند وو د سوال کولو په وخت کې د امیرالمؤمنین حضرت امام علي علیه السلام په څنګ کې تېر شو. امام له خپلو ملګرو وپوښتل: دا سړی څوک دی او ولې سوال کوي؟ هغوی ځواب ورکړ: هغه یو مسیحي دی. امام پر دې نظر په نیوکې سره  وفرمایل: تر هغه وخته چې د کار کولو وړتیا یې درلوده له هغه څخه مو کار واخیست او اوس چې هغه بوډا شوی دی او د کار کولو توان نه لري، د هغه د روزي له تامین څخه ډډه کوئ؟ د دولت له بيت المال څخه د هغه ژوند تامین کړئ.

۴- تر ټولو ناپاک ګناهونه

له امام صادق عليه السلام څخه روایت شوي دي چې:

تر ټولو ناپاک ګناهونه درې ګناهونه دي: د بې ژبې څاروي وژل، د ښځې مهر نه ورکول او د کارګر مزدوري نه ورکول.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i148638

captcha