IQNA

د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ د فلسطین بشپړ غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه

7:42 - May 11, 2024
د خبر لمبر: 3489197
ایکنا – د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ د جمعې په ورځې په غونډې کې  په دغې موسیسې کې د فلسطین بشپړ غړیتوب ته په ۱۴۳ رایو سره مثبته رایه ورکړه.

ایکنانیوز د الجزیره انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ، دملګروملتو عمومی اسمبلۍ په دغې موسیسې کې د فلسطین بشپړ غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه.

په ملګروملتو عمومی اسمبلۍ کې  دغه پریکړه لیک په ۱۴۳ مثبتو ، په نهو مخالفو او ۲۵ سپینو رایو سره  تصویب شوې  ده .

 په ملګروملتو کې د فسطین دبشپړ غړیتوب په باب د عر بو هیوادونو ډلې پریکړه لیک د جمعې په ورځد ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په  غونډې کې  راي اخستو ته وړاندې شو چې  پّ ۱۴۳ مثبتو رایو سره تصویب شو چې فلسطین ته ځانګړي حقوق او امتیازونه ورکوي او له امنیت شورا غواړي ، د ملګروملتو د یو سل څلور نویم غړي   په توګه دې د فلسطین غوښته  په ښه او مثبت ډول  وارزوي.

دغه پریکړه لیک  به  له تصویبیدا وروسته امنیت شورا ته د غړیتوب لپاهر  دبیا کتنې  غوښتې لپاره ولیږل شي.

عمومی اسمبلۍ په پریکړه لیک کې  وئيلي دي، په دغه اورګان کې د فلسطین  په بشپړ غړیتوب کې د مثبتې بیا کتنې لپاره  امنیت شورا ته ئې  سپارښتنې وړاندې کړي  دي. دغې ټولنې ټینګار ک ړی دی چې فلسطنیان په ملګروملتو کې د بشپړ غړیتوب شرائط لري. فلسطین او عربو هیوادونو ډلې  دغه پریکړه لیک وړاندې کړی ؤ  چې د پریکړه لیک  دمسودې له  تصویبیدا وروسته  به په ملګروملتو کې فلسطین ته لازیات حقوق او امتیازونه ورکړل شي.

 له بل پلوه د صهیونیست رژيم خارجه وزیر کاتز د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې ددغه پریکړه لیک دومره زر تصبیویدا باندې سختې نیوکې  کړې او مدعي شوی چې  ددغه پریکړه لیک تصویبیدا  د فلسطین  اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ته  یوه ډالۍ ده.

فلسطین دمګړئ یو غیر څارونکی غړی دی ،البته اوس کلونه کلونه کیږی چې  په دغه نړیوال اورګان کې ئې د بشپړ غړیتوب لپاره  هڅه کړې ده . دغه هڅه تیره میاشت هم د ملګروملتو په امنیت شورا کې دا مریکا په وسیله ویټو شوې وه.

https://iqna.ir/fa/news/4214958

captcha