ایکنانیوز د عرب نیوز له قوله راپور راکوي دهندوستان په کلتوری فاؤنډيشن کې د پراختیا د کمیټې او د مهاراشټر صوباي لږکي د کمیشن مشر حاجی عرفات شیخ په یولړڅرګندونو کې ووئيل، له آودیا سره نزدې په زنیپور سیمې :ې دمحمد بن عبدالله (ص) نومې جومات جوړیدا به د غواي د میاشتې په ۲۵ نیټه پیل شي.
هغه زیاته کدې ده ،ددغې پروژې مقدمات او سریزې چې ددغه بنیاد په څارنې سره کیږي او پکې یوه موسیسه او یو لوي روغتون هم شامل وي، بشپړشوي او اټکل کیږي، دغه کمپلیکس به له تاج محل هم لا لوي وي.
عرفات شیخ ووئيل، د جومات په شاوخوا کې د یوې زده کونکي موسیسې او طبي مرکز د جوړولو لپاره شپږ زره مربع میټره مځکې برابره شوې ده . هغه ووئيل ،تمه کیي، دغه جومات کې د جماعت د لمانځه لپاره ۹۰۰۰ زره کسان پکې په یوځاي لمونځ ادا کړئ شي او د اختر د شپو ورځو لپاره به هم د کابو پنځوس زره لمونځ ګوزارو لپاره په شاوخوا کې شنه فضا او لوي انګڼ ولري.
عرفات شیخ دغه راز ووئيل،د جومات ددغې پروژې یوه موخه ،د غاښونو د طب،ماډرن میډیکل موسیسې او پوهنتوني کمپلیکس په جوړولو سره او دغه راز د حقوقو یو کالج و نړیوالو ښونځیو ځیني څانګې هم په دغه ځاي کې جوړیږي او بې وځله زده کونکي پکې په وړیا توګه زده کړې کولی شي.
هغه زیاته کړه ، دغه کمپلیکس هره ورځ له درو زرو تر پنځو زرو پورې کسانو ته وړیا خواړه وړانډې کوي او د روغتیائي چارو او خدماتو یو پرمختللی روغتون به د بې وځله خلکو لپاره وړیا خدمات وړاندې کړي. هغه دغه راز په دوام کې وئيلي دي،د جوماتونو او اسلامی مدرسو د نامو په کیښودلو کې باید دسیاست لپاره کوم ځاي ونه لرل شي اوپه محمد بن عبدالله (ص)نامې سره د جومات نومول د اسلام دګران پیغمبر په احترام سره به ددغه هیواد لپاره د برکت سرچینه وي.
په ۲۰۱۹کال کې د هند لوړې محکمې په یوې فیصلې کې په اوترپردیش صوبې کې په آیو دیا ښار کې د ؛رام مندر ؛ په نامې سره د یوه هندو معبد دجوړولو فیصله وکړه ، داسې ځاي چې له تاریخي نظره په بابري مشهور یو جومات پکې ؤ. دغه جومات په شپاړسمې میلادي پيړۍ کې د ګورکاني لړۍ د پاچا بابر په فرمان سره جوړ شوی ؤ او هندوانو ادعا کوله دغه جومات په هغه مځکه جوړ شوی چې له دې مخکې یو هندو معبد پکې ؤ.
ترڅو لسیزو پورې دغه ځاي د هندوانو او مسلمانانو ترمنیځ داختلافاتو مرکز ؤ چې هردواړو ئې د مالکیّت ادعا کوله.
په ۲۰۱۹کال کې دهندوستان لوړې محکمې د فیصلې په یوې برخې کې ددغه اصلي ځاي په ۲۵کلومیټرۍ کې په ذنیپور کلي کې د یوه جومات د جوړولولپاره مسلمانانو ته یوه مځکه بیله شوې ده. چې اوس به پکې ظاهرا د محمد بن عبدالله (ص) په نامې سره دغه لوي جومات او کمپلیکس جوړیږي.