ایکنانیوز د شفق عربی له قوله راپور راکړ، د یوه هغه فلسطیني ټپي ځوان له خوا د قرآن کریم د څو آیتونو د تلاؤت ویډیو چې په لویدیځي غاړې کې واقع په نابلس ښار کې په یوه روغتون کې له آپریشن وروسته په خود کې شوی او د ناروغانو برخې ته د منتقلیدا په حال کې ؤ چې په زړه پورې تلاؤت ئې کړی دی او دغه تلاؤت ته د ټولنیزو چینلونو دکارؤنکو پراخ پام اوښتی او تود هرکلی ئې کړی دی.
په دغه ویډیو کې زخمي ځوان فلسطینی چې له اپریشن وروسته د بې هوشۍ درملو تر اغیزو لاندې ؤد الرّحمن مبارکې سورې د آيتونو تلاؤت کوي .هغه په دغه فیلم کې له بې هوښۍ په ښه کیدا پسې په دوامدار ډول د قرآن تلاؤت کوي او آذان چغې پورته کوي.
الّرحمن (1) عَلَمَ القرآن(2) خَلَق الانسان (3) علَم القرآن (4) الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ﴿5﴾ وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ﴿6﴾ وَالسَّمَاءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ﴿7﴾ أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ﴿8﴾ وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ﴿9﴾