IQNA

په ظاهري بڼه نظم او پاکوالی

10:26 - May 12, 2024
د خبر لمبر: 3489204
ایکنا – په اسلام کې په تیره بیا په نیوي (ص) سیرت کې په کرتو د ښکلا،آرایش او زیبائۍ  خبره شوې او په تیره بیا په لمانځه او جوماتونو کې د ښکلا او منظم شونې سپارښتنې شوي دي.

د نظم یوه معنا ،ظاهری پاکوالی او ښکلا ده. د  منظم او پاک  انسانانو ترټولو لومړنۍ نښه  د  هغه په ظاهر کې د نظم او ترتیب رعایتول او په پاکوالي او ښکلا کې نغښتې  ده . دخداي رسول(ص)  څخه روایت شوي دي چې فرمائي؛خداوندمتعال ښکلی دی او ښکله خوښوي  او خ وښ دی چې  د خپلو نعمتونو اغیزې پخپل بنده کې وویني په یوه بل روایت کې فرمائي؛ خداوند  له بدبولرونکي او ککړ کس څخه نفرت لري.  همداراز په قرآن کریم کې هم د اعراف سورې په ۳۲ آیت کې  د الهي ښکلاؤ جواز او فلسفې ته اشاره شوې او فرمائي ؛ قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ» (اعراف: 32). دغه آیت روښانه کوي،  چې دمومنانو لپاره ددنیا په ژوند کې ښکلاوې او پاکې شپې ورځې دي.البته  غیرمومن  کسان په دنیا کې  په استفادې  کې ورسره شریک دي ،خو په قیامت کې به یوازې  د مومنانو لپاره ځانګړي وي.

په مخیکیني آیت کې هم حکم ورکړل شوی  ؤ چې مومنان په هر یوه جومات کې،خپله ښکلا،پاکوالی او  مادي او معنوي ښکلا  د هغه ځاي او عمل سره په تناسب کې له ځان سره ولرل شي. ؛ يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ» (اعراف: 31). ددغه آ یت په اساس، غوره ده چي  مسلمانان په هر ځاي کې  په تیره بیا په جوماتونو او لمانځه کې  چې د اجتماع  دډول ډول تګ راتګ ځاي دی،په ښکلا او پاکوالي سره وارد شي،ځکه چې په لمانځه کې  د خداوندمتعال تر ټولو ښکلي درګاه کې حاضریږي.

همداراز  په جومات کې پاکوالی او ښکلا ، په دغه مقدس ځاي کې د جذابیّت او آرامښت او د نورو د ګروهنې سبب کیږي. البته  دغه کار تر دې حده دی چې د بې وځلو د خوښۍ سبب او شي او نورو ته د تاوان  د رسیدا سبب نشي. البته  له ؛زینت او ښکلا؛  مقصد،هم بدني ښکلاوې کیدلی شي چې د قالیو پاک او مرتب او منظم  اچول  او  د ویښتو  په ترتیب او منظم ساتل،د عطرونو کارول او د سړي او ښځې لپاره د حلالو شیانو زیورات  درلودل چې په پاک او صفا قالي   او   انساني صفتونه ، اخلاقي  ښکلاوې او د نیّت  پاکي او اخلاص پکې شاملیدلی شي.

captcha