ایکنانیوز د ۲۴ انټرنیټي ویبسایټ له قوله راپور راکړ، د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین په یوې وینا کې ټينګار کړی هغه قرآني پلان چې د حسین بدرالدین الحوثي له خوا وړاندې شوی ، د د قرآنی فکر او حقیقت پالنې په اساس دی او د مسلمانانو په ضد دامریکا او صهیونیسټي رژيم له یرغلونو سره دمقابلې لپاره یو ضرورت حسابیږي
د یمن دانصار الله غورځنګ رهبر زیاته کړې ده ، لویدیځ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه د اسلامی هیوادونو په نیولو او د خلکو او د هغوي د شتمنیو باندې په مسلط کیدا پسې دی او د مسلمانانو دیني هویّت ئې په نښه کړی دی.
هغه ټينګار کړی د ۲۰۰۱کال د ستمبر له بیښو وروسته د امریکا یرغل په مسلمانانو ترټولو خطرنکه حمله وه چې د مخکینیو دسیسو په دوام کې وه. دښمنان د یو ستر او اوږدمهاله پلان په اساس حرکت کوي او دمونږ اسلامی امت ئې په څو مرحلو کې ټارګټ کړی دی.
الحوثي په دوام کې ووظيل، دستمبر د یولسمې له پيښو وروسته امریکایانو نړیوال ائيتلافونه جوړ کړل او دمونږ د ملت په ضد ئې منظم شوي حملې او د ویرولو لپاره پراخ لارې چارې تعقیب کړې .
هغه زیاته کړه ،ډیره د افسوس خبره ده چې ځيني اسلامی او عربی رسندویو هم هم هغه وخت کې د امریکا له حملې سره د مونږ د ملت د ویرولو لپاره له دوی سره همپالنه وکړه. دغو اسلامی او عربی رسندویو په هغه مهال کې د هغه نفسیاتي ناکامۍ د پیاوړي کولو لپاره چې د مونږ پر هیوادونو ئې دامریکا د بشپړ سلطې لپاره زمینه برابره کړه ، هڅه وکړه.
د یمن د انصار الله غورځنګ رهبر ووئيل، اسلامی هیوادونو په هغه وخت کې د ځان د ساتلو لپاره یو واحد دریځ غوره نه کړ،بلکې په تیت پرک انداز سره ډير کمزوری عمل وکړ چې نتیجه ئې تولو ولیده او اوس هم که په خود کې نشي ، نو له دې به لابدتر هم شي.