ایکنانیوز د تهران د کتاب د پنځه دیرشم نړیوال نندارتون د خبری کمیټې له قوله راپور راکړ، دپوځي تاریخ او دنړیوالو اړیکو څيړاند محمد جواد مهدي زاده د ؛علمدار پاراجنار ؛ په عنوان سره خپل ترټولو نوي اثر ته په اشارې سره چې د پاکستان د شیعیانو د وخت د رهبر او د حضرت امام خمیني د یوه شاګرد شهیدا عارف حسین حسني دژوند په باب برابر شوی دی ،اشاره وکړه ،دخداي ډير شکر ګزار یم چې وتوانیدم ،دغه کتاب سږکال دکتاب نړیوال نندارتونو ته ورسوم او تر اوسه پورې ئې ډير زیات او پراخ هرکلی شوی دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې د شهید عارف حسین حسیني د ژوند په باب لومړنۍ څیړنې دیارلسو کلونو مخکې ته ورګرځي، دوام ورکړ، له دیارلسو کلونو وروسته د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې ددغه اثر د لیکلو کار پیل شو او لهدوستانو او پيژندګلو سره مو مرکې او د هغو سرچینو ترجمه چې دهغه او دهغه دژوند په باب ئې لیکنې کړي دي، پیل کړه.
مهدي زاده ددې موضوع رابرسیره کولو د علت په باب ووئيل،پر دې سربیره چې د اسلام او تشیّع د تاریخ اومقاومت مخینه اوتاریخ د ما لپاره ډير محتوائي جذابیّت لري، ددغه شهید شخصیّت او ژوند هم داسې ډیرې مؤلفې درلودې چې زه ئې ددغه کتاب لیکلو ته وهڅولم.
دهغه په وینا په هغو مؤلفو کې دا هم شامله وه چې هغه په نجف اشرف کې د حضرت امام خمیني شارګرد ؤ او خپل مبارزاتي فعالیتونه ئې له هماغه وخته شروع کړل، د یوې محرومې سیمې اوسیدونکی او په عین حال کې یو شجاع او میړنی شخصیّت ؤ . همداراز له ديرو سختو شرائطو سره سره ئې دغه فعالیتونه او اقدامات په شجاعت او میړنتوب سره ترسره کړل تر دې چې د پاکستان د شیعیانو رهبر شو او وئيل کیدلی شی ، چې د پاکستان د تشیَع په تاریخ ک ې د اهمیّت او اغیزشیندنې له پلوه ډير کم شخصیّت له هغه سره د پرتلې وړ وي.
هغه ددغه ژوند لیک دبرابرولو یو دردناک او غمجنونکی ټکی د شهید د ترور د برخې له لیکلو سره اړونده وباله و وې وئیل، زما لپاره ډیره دردناکه او غمجنونکي خاطره هغه مهال وه چې د لومړي ځل لپاره مو په دغه کتاب کې د هغه دترور دپيښو توضیح ورکړ.
جواد مهدي زاده د ؛علمدار پاراجنار ؛نومې کتاب تالیف دخپل ځان لپاره یو ویاړ وباله او وې وئيل، په پاکستان کې او حتی په هند براعظم کې د اهل تشیَع د تاریخ ترټولو لویه سیاسی او اجتماعی غونډه د شیدعارف حسین حسیني په دوران کې په لاهور کې د مینار پاکستان په لوي پارک کې د قرآن او سنت کنفرانس په نامې سره جوړه شوه. دا زما لپاره یو ویاړ دی چې وتوانیدم ددغې پيښې جزیات د هغه شهید له دوستانو او ملګرو له خولې واورم او مخاطبانو ته ئې د کتاب په شکل کې وړاندې کړم .
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ