IQNA

د مسلمانانو ولی امر او د وحي ټاټوبی ته تلونکي قرآنی قاریان

د قرآن تلاؤت؛ترټولو په زړه پورې اسلامی معنویات

22:17 - May 15, 2024
د خبر لمبر: 3489226
ایکنا -  داسلامی معنویاتو یو ترټولو په زړه پورې او ولولناک مورد په مسجد مدینه کې د قرآن کریم تلاؤت دی ؛  د جومات او قرآن ترمینځ جمع ،د قرآن او کعبې ترمینځ جمع؛ دا یو ترټولو ښکلی ترکیب دی [دا] هماغه ځای دی  چې  قرآن کریم پکې نازل شوی دی؛ هماغه ځای دی  چې دغه آیتونه ، د لومړي ځل لپاره  دپیغمبر اکرم په مقدس زه نازل شوي او هغه بزرګوار په خولې مبارکې سره  د کعبې په شاوخوا فضا کې دغه آیتونه  ولوستل شول ؛ سختۍ ئې تیرې کړې، ووهل شو،وکړول شو ،اذیت شو، بد رد ئې واوریدل او ددغو آیتونو لوستل ئې او په همدغو آیتونو سره  ئې تاریخ په کلي توګه بدل کړئ شو[ د اسلامی انقلاب معظم لارښود ؛09/02/1403 ] 

په دغې کتنې کې څو قاریانو  د قرآن کریم یو شمیر آیتونه هم تلاؤت کړل او حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د قرآن قاریانو ته آوریدونکو ته  د تلاؤت شوو آیتونو د مفهمونو د منتقلولو سپارښتنې په کولو سره  ټينګار وکړ؛  د قرآن کریم تلاؤت یو آوزار  دی ؛ د څه شي لپاره ؟ پر زړه  د قرآني معارفو  د ځای په ځاي کولو لپاره ؛  په لومړۍ درجې کې دا ده چې  اسلامی ټولنې ته وده ورکوی. په یوه هغه مجلس  او محفل کې  تاسو پکې قرآن تلاؤت کوئ، څومره ښه ده  له دې وروسته   چې مثلا   لس منټه یا پنځلس منټه تلاوت وکړئ نو وتوانیږئ  تر پنځو منټو پورې یا تر لسو منټو پورې  هماغه آیتونه  په  هماغه ستاسو د تلاؤت په خوږې لهجې  سره منعکس کړئ او ووائۍ  دغه  آیتونه چې مو ولوستل ،داسې وائي. دا ډیره ښه ده ؛  دا د آوریدونک سویه ، د مجلس سویه تر ډیره حده لوړوي.::: 


https://iqna.ir/fa/news/4215031

captcha