IQNA

محمد په انګلستان کې ترټولو غوره دویمه نامه ده

15:58 - May 18, 2024
د خبر لمبر: 3489238
ایکنا -  د اسلام د ګران پیغمبر(ص)نوم په داسې حال کې د برتانیې د ماشومانو لپاره دویم غوره نوم دی، چې مسلمانان د دغه هېواد د نفوسو یوازې شپږ نیم سلنه جوړوي.

ایکنانیوز دirib له قوله راپور راکړ، دانګلستان  ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی، د برتانیا د احصایو ادارې اعلان وکړ چې د محمد(ص) نوم د هغو هلکانو لپاره دویمه مشهوره نامه ده چې په 2022 کې زېږېدلي دي.

تر دې لس کاله وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د محمد نوم د ماشومانو د نومونو د زیاتوالي له مخې، په ۲۰ ځای کې وو او په ۱۹۹۶ کال کې ۱۰۸ ځای درلود.

د دغه خبر له مخې، د محمد نوم په برتانیا کې په بېلابېلو ډولونو لیکل کېږي او دا دویم مقام یوازې د هغه د لیکلو په یوه ډول پورې اړه لري.

په اروپايي هېوادونو کې د اسلام د پېغمبر (ص) نوم شهرت په داسې حال کې په ډېرېدو دی، چې د اسلامو فوبيا په تړاو د لوېديځ ناکام سياستونه او د مسلمانانو د سختې څېرې ښودل دي.

عکس پروفایل اسم محمد با طرح های گرافیکی و زیبای فارسی و انگلیسی

https://www.iribnews.ir/fa/news/4236940

captcha