IQNA

پر قرآن پورې زړه تړل؛ په پاکستان کې د خوشخطۍ د هنر یو اصلي عامل

14:40 - May 19, 2024
د خبر لمبر: 3489241
ایکنا – له قرآن کریم سره اړوندوالی د پاکستانیانو د زړه ژوره پیّلتیا او نه شلیدونکی ارتباط ، لامل شوی دی چې په دغه هیواد کې دخوشخطۍ هنر د عامو خلکو له تاوده هرکلی سره مخ شي.

ایکنانیوز د نیوز له قوله راپور راکوي، د کراچۍ په شاه فیصل کالونۍ کې په یوه کور کې د شنبې د ورځې کابو یولس بجې  له اوو تر اتو پورې ښځې سړي پر یوه میز راغونډ شول. دوي د مختلفو سیمو او حتی  له لیرې پراتو سیمو دلته راغلي وو.

ښځو له ځانونو سره په جوهر د ککړو وریښمو ټوکر یا مالوچ لرونکي میسواڼئ(دوات) له ځان سره درلودل، ستر کاغذونه او هم قلمونه په مختلفو اندازو سره چې په ډير دقت سره جوړ شوي ، راوړي وو.

د پاکستان له خپلواکۍ وروسته دخوشخطۍ وده ؛

دوي په مرکب یا میسواڼئ کې د خپلو قلمونو په ډوبولو سره هڅه کوي، د عربئ الف با په خوشخطۍ سره ولیکي، په هغو کې ځینی له دیواني خط سره لیوالتیا لری  چې انداز او ستآیل  ئې د ټکو په اوږدولو او د دایرې په شکل کې په ښکلي انداز سره دی چې په عثماني پړاؤ کې پراخ شوی دی،ځینو نور هم هڅه کوي، د قرآن آیت، په نسخ خط سره ولیکي ،چې له پیړیو پيړیو راهسې  د قرآن کریم د کتابت اونشر لپاره د عربی سټنډرډ خط دی.

دلبستگی به قرآن؛ عامل پویایی هنر خوشنویسی در پاکستان

ځینی نور هم غواړي، په ثلث خط کې چې په غټو ټکو سره د خوشخطۍ سټایل دی او په پراخ ډول په قرآڼي هنري آثارو کې ورڅخه استفاده کیږي او ډيری خلک ورسره قرآني تابلوګانې هم لیکي،دغه خط د خپلو کورونو په دیوالونو باندې نصب کیږی، او ورڅخه خوند اخلي.  

استاد ددوي  دیوه یوه کار ګوري او د هغوي د تیروتنو ورته یادونه کوي او ورسره مرسته کوي څو هغه ټکي ورته سم کړي. دا د ؛نوید معروف؛ هغه استاد کور دی چې له کلونو کلونو راهسې د خوشخطۍ دهنر زده کړو ته ئې مخه کړې ده.

هغه د کراچۍ دهنر په ښونځي (KSA) کې د خوشخطۍ پر تدریس سربیره  په پوهنتونونو او نورو ځایونو کې د خوشخطۍ د هنر په باب ډير ورکشاپونه ترسره کوي؛ د خپل یوټیوب چینل لپاره د خوشخطۍ په باب ویډیو ګانې برابروي ، او  په مختلفو خطونو سره دلیکلو د څرنګوالي د زده کولو لپاره پر بهرنیانو  پشمول د دزه کړې مینه والو ته  پخپل کور کې زده کړې ورکوي.

دلبستگی به قرآن؛ عامل پویایی هنر خوشنویسی در پاکستان

نوید معروف زیاتره د قعه ، دیوانی ،ثلث او ځینو نورو  داسې خطونو په شان د خطونو تدریس کوي چې د عربی متنونو د لیکلو لپاره ورڅخه استفاده کیږي. په عین حال کې هغه د استاد یوسف دهلوي له کورنۍ سره اړونده دی چې د نستعلیق دهلوي خط استاد ؤ .د نستعلیق خط سټایل چې په هندوستان کې د اردو ژبې  دلیکلو لپاره ایجاد شوی او د پاکستان له خپلواکۍ وروسته هم دود شوی دی. وروسته لاهوري نستعلیق خط چې په هندوستان کې د پنجاب خوشنویسانو په وسیله له هنده د پاکستان له خپلواکۍ وروسته  ددغه خط په ځای راوست.

یوسف یو مشهور خوشنویس ؤ چې د ؛پاکستان حکومتی بانک؛ عبارت ئې د پاکستان د کرنسۍ پر نوټ خوشخطۍ سره ولیک.نوید معروف د  یوسف د کورنۍ له څلورم نسل څخه دی ؛ هغه دغه هنر د عبدالرؤف دهلوي له شاګرد  محفوظ احمد څخه یاد کړ چې استاد دهلوي هم دغه هنر له یوسف څخه زده کړې ؤ.

دلبستگی به قرآن؛ عامل پویایی هنر خوشنویسی در پاکستان

د معروف کورنۍ  په ‍۹۸۸کال کې په مانسهره کې له زیږیدا وروسته  کراچۍ ته لاړل او په یولس کلنۍ کې ئې د قرآن کریم زده کول پاي ته ورسول او له دې وروسته ئې نظامي درس په عربی ژبه هم زده کړ او فارسي ئې هم زده کړه .هغه د کراچۍ له پوهنتونه په عربی ژبې کې د ډګرۍ په ترلاسه کولو کې بریالی شو.

په پاکستان کې د خوشنویسئ د ودې عامل؛ له قرآن سره عشق  دی

نوید معروف په پاکستان کې د خوشنویسۍ  دهنر له وضعیّته یو جالب اخستون لري. هغه وائي  چې دغه هنر به په پاکستان کې هیڅکله هم ناکام نشي ، ځکه تر څو چې خلک د قرآن کریم تلاؤت کوي او ورسره مینه لری، نو تل به  ئې د کتابت له هنر سره هم ګروهمن وي  چې دا چاره  دوي د خوشنویسۍ  زده کولو ته هڅوي.

خوشنویسی قرآنی

https://iqna.ir/fa/news/4210254

  

captcha