ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ولمشر ابراهیم ریئسی او ورسره څلور ملګری چې پرون په یوه ولایتي سفر آذربایجان شرقي ته تللی ؤ ،د بیرته ستنیدا په وخت د موسم او هوا د خرابیدو له امله په لاره کې د چورلکې دنسکوریدا په وجه ئې له راډار سره ارتباط غوڅ شوی ؤ چې نن سهار له ډیرو هڅو وروسته د چورلکې ټوټې د ورزقان په غرونو کې وموندل شوې او ولسمشر سره د خارجه وزیر او دوو نورو ملګرو شهید شو.

ایکنانیوز راپور راکوي، د چورلکې په پيښې پسې مرستندویه چارې تر نن سهار پورې روانې وې ، او نن سهار وختی له سهار آذان وروسته دسرې میاشتې مرستندویه ټيمونه د چورلکې د نسکوریدا تر ځایه ورسیدل او ټوټې ئې وموندلې.
شهید ابراهیم ریئسي د حضرت امام رضا علیه السلام د حرم منجور او دغه راز د قضایه قوې مشر هم پاتې شوی او بیا د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ په توګه ولس وټاکه.
راپورونه ښئ چې تر څو ساعتونو پورې به د اسلامی ایران د خدای بخښلي ولسمشر د جنازې د دستورو ځاي او وخت اعلان شي.
