ایکنانیوز د الحره له قوله راپور راکړ، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغه امریکائي ډاکټر کیسې ته چې د جمعې په ورځې ئې د غزې له پریښودو ډډه کړې ، ډير انعکاس ورکړی دی چې فیصله ئې کړې له خپلو هغو همکارانو سره د پيوستون لپاره چې له غزې د تلو جوګه نه دي ، په دغې سیمې کې پاتې کیږي.
دغه امریکائي ډاکټر د متحده ایالاتو له ولسمشر جوزف بایډن څخه هم وغوښتل څو د طبی عملې د امنیت څخه د ډاډمنیدا لپاره دې چې په غزې تړانګې کې د تاوان موندونکو ناروغانو درمنله کوي، هم مرسته وکړي.
د امریاک د پوځ پخوانی سرجن ایډم الحموي واشنګټن پوسټ ته په یولړ څرګندونو کې ووئيل، هیڅکله هم پخپل حرفه وي ژېوند کې د جنایتونو ددغې سورئې او د خپلو طبی همکارانو د په نښه کیداسویه چې په غزې کې رامینځة کیږي، شاهد نه وم.
هغه همداراز زیاته کړه ، غواړم زما ولسمشر په دې پوهه شي ، چې مونږ په آمان کې نه یوو ، زه د یوه ډاکټر په توګه د خپل ټیم نور غړي همدازې یوازې نه شم پریښودلی او د یوه پخواني عسکر په توګه خپل امریکائي وطن وال پر خپل حال نه شم پریښودلی .
دغې ورځپاڼې همداراز راپور ورکړی ، الحموي چې د ترمیمي پلاسټيکي سرجن دی ، په ویرجینیا کې د دیره امریکائي فلسطیني طبي ډاکټرانو له ټولنې سره یو ځاي په هغه ماموریت چې دنړیوالې روغتیائي چارو د ادارې له خوا غږمله شوې وه، غزې تړانګې ته تللی څو د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو له امله ټپیانو او ناروغانو سره مرسته وکړي.
د ډاکټرانو دغه ټيم نولس کلن دی چې د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو ډاکټران او طبي عمله پکې شامله ده ، د مئ په لومړئ نیټه د رفح سرحدي لارې څخه غزې تړانګې ته واردشوي ، څو له خان یونس سره نزدې د اروپائي روغتون ملاتړ وکړي او په دغه روغتون کې د ټپيیانو او ناروغانو درملنه وکړي.