IQNA

د 68 هیوادونو مشرانو او چارواکو د ايت الله ریسي او ورسره د شهیدو ملګرو درنښت وکړ

8:29 - May 23, 2024
د خبر لمبر: 3489262
ایکنا – د شهید ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره د شهیدو ملګروملتو جنازو ته د نړۍ د ۶۸ هیوادونو مشرانو ،لوړپوړو چارواکو او ځانګړو استازو د درنښت دستورې، پرون مازدیګر  د تهران د سرمشریزې په هال کې ترسره شوې.

ایکنانیوز راپور راکوي، دغه دستورې د ایران د نړیوال قاري یونس شاهمرادي په وسیله د کلام الله مجید په یو شمیر آیتونو تلاؤت سره پیل شوې  او تر شپې مهال پورې ئې دوام وکړ.

راپور ښئ په پيل کې د تاجیکستان ولسمشر او ورسره پلاوي د شهید آیت الله رئیسي  او ورسره د شهیدو ملګرو  درنښت  او احترام وکړ  او فاتحه ئې ولوستله  او له دې وروسته وار په وار د نورو هیوادونو ولسمشرانو،لومړي وزیرانو مرستیالان او ځانګړي استازو او خارجه وزیرانو  ئې درنښت وکړ.

دعراق لومړی وزیر ، د ترکمنستان ملی رهبر،د قطر امیر، دعربستان د پاچا ځانګړي استازي او خارجه وزیر، د پاکستان لومړی وزیر، دآذربایجان جمهوریت لومړی وزیر ، د ترکیې مرستیال ولسمشر،د الجزایر د پارلیمان مشر ، ازبکستان ځانګړي استازي ، قزاقستان ځانګړی استادی ، د اسلامی ملګرتیا عمومی منشي،د ونزویلا خارجه وزیر، د سپينې روسیې خارجه وزیر، چین  ډيموکراټيک جمهوریت مرستیال لومړی وزیر، د عمان ځانګړي استازي، د اردن د پاچا ځانګړی استازي، دصربستان لومړی وزیر، د نیکاراګوه ځانګړی استازي،د ترکیې د پارلیمان مشر ، د عراق د کردستان سیمې مشر ، دترکیې د  وطن مجلس ګوند  استزو ، د تیونس ولسمشر ، د هندوستان مرستیال ولسمشر، د تیونس خارجه وزیر ، د روسیې د پارلیمان مشر ، د ملایشیا ځانګړي استازي ، د سری لنکا خارجه وزیر او ځانګړي استازي ، د افغانستان د ریس الوزرا مرستیال ، د سورئې لومړي وزیر، د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر،د لبنان د پارلیمان مشر ، دحزب الله دعمومی منشي قایمقام، د یمن د انصار الله ځانګړي استازي او ویندوي او دغه راز د یو شمیر نورو هیوادونو  ځانګړو استازو او  نمایندګانو  د ایران د اسلامی جمهوریت  د شهید ولسمشر ابراهیم ریسي او خارجه  وزیر حسین امیر عبداللهیان او نورو شهیدو ملګرو احترام او درنښت وکړ.

  په دغو دستورو کې د  ایران د اجرائي چارو مسئول محمد مخبر، دخارجه وزارت سرپرست علی باقري او د ولسمشر د اجرائي چارو مرستیال محسن منصوري  په دغو دستورو کې شتون درلود.

دغه دستوروې تر شپې مهال روانې وې او دغه راز د یوشمیر هیوادونو مشرانو او لومړي وزیرانو  د اسلامي انقلاب  له معظم لارښود سره هم  لیده کاته وکړل او په دې مناسبت ئې ورته تسلیّت ووایه .

https://iqna.ir/fa/news/4217751

captcha