ایکنانیوز راپور راکوي، دغه دستورې د ایران د نړیوال قاري یونس شاهمرادي په وسیله د کلام الله مجید په یو شمیر آیتونو تلاؤت سره پیل شوې او تر شپې مهال پورې ئې دوام وکړ.
راپور ښئ په پيل کې د تاجیکستان ولسمشر او ورسره پلاوي د شهید آیت الله رئیسي او ورسره د شهیدو ملګرو درنښت او احترام وکړ او فاتحه ئې ولوستله او له دې وروسته وار په وار د نورو هیوادونو ولسمشرانو،لومړي وزیرانو مرستیالان او ځانګړي استازو او خارجه وزیرانو ئې درنښت وکړ.
دعراق لومړی وزیر ، د ترکمنستان ملی رهبر،د قطر امیر، دعربستان د پاچا ځانګړي استازي او خارجه وزیر، د پاکستان لومړی وزیر، دآذربایجان جمهوریت لومړی وزیر ، د ترکیې مرستیال ولسمشر،د الجزایر د پارلیمان مشر ، ازبکستان ځانګړي استازي ، قزاقستان ځانګړی استادی ، د اسلامی ملګرتیا عمومی منشي،د ونزویلا خارجه وزیر، د سپينې روسیې خارجه وزیر، چین ډيموکراټيک جمهوریت مرستیال لومړی وزیر، د عمان ځانګړي استازي، د اردن د پاچا ځانګړی استازي، دصربستان لومړی وزیر، د نیکاراګوه ځانګړی استازي،د ترکیې د پارلیمان مشر ، د عراق د کردستان سیمې مشر ، دترکیې د وطن مجلس ګوند استزو ، د تیونس ولسمشر ، د هندوستان مرستیال ولسمشر، د تیونس خارجه وزیر ، د روسیې د پارلیمان مشر ، د ملایشیا ځانګړي استازي ، د سری لنکا خارجه وزیر او ځانګړي استازي ، د افغانستان د ریس الوزرا مرستیال ، د سورئې لومړي وزیر، د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر،د لبنان د پارلیمان مشر ، دحزب الله دعمومی منشي قایمقام، د یمن د انصار الله ځانګړي استازي او ویندوي او دغه راز د یو شمیر نورو هیوادونو ځانګړو استازو او نمایندګانو د ایران د اسلامی جمهوریت د شهید ولسمشر ابراهیم ریسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او نورو شهیدو ملګرو احترام او درنښت وکړ.
په دغو دستورو کې د ایران د اجرائي چارو مسئول محمد مخبر، دخارجه وزارت سرپرست علی باقري او د ولسمشر د اجرائي چارو مرستیال محسن منصوري په دغو دستورو کې شتون درلود.
دغه دستوروې تر شپې مهال روانې وې او دغه راز د یوشمیر هیوادونو مشرانو او لومړي وزیرانو د اسلامي انقلاب له معظم لارښود سره هم لیده کاته وکړل او په دې مناسبت ئې ورته تسلیّت ووایه .