IQNA

د زلمیانو لپاره د د شیخ راشد آل مکتوم ځانګړی قرآنی سیالۍ

10:46 - May 28, 2024
د خبر لمبر: 3489290
ایکنا -  په دوبئ کې د شیخ راشد آل مکتوم د قرآڼ د سیالیو د اولسم پړاؤ دوهمه ورځ د ایران ، بنګله دیش او هندوستان او ځینو نورو هیوادونو د ګډون کونکو په شتون سره  د زلمیانو په برخې کې  تر ټولو په زړه پورې ترتیل ترسره شو.

ایکنانیوز د الخلیج  له قوله راپور راکوي، د شیخ راشد آل مکتوم د قرآنی سیالیو  اولسم پړاؤ ترټولو په زړه پورې او ښکلی ترتیل د دوبئ په ممزر سیمې کې د لسو زلمیانو په شتون او دغه راز د سیالۍ کونکو د کورنیو، قاضیانو او د  ترسره کونکي کمیټې د یوشمیر غړو په شتون سره ترسره شو.

د ایران  آرین علی تاج الدیني او د بنګله دیش، هند ،متحده عربی اماراتو ،مراکش، ایتوپي، او غنا  ګډون  کونکو په دغې برخې کې د قاضیانو دپلاوي په وړاندې  تلاؤت وکړ.

 د قاضیانو د کمیټې یوه غړی، عبدالعزیز الحسني د تجوید په احکامو کې د ګډون کونکو د توانمنیو، ښکلي او په زړه پورې غږ او د سیالیو د لوړې سطحې ترسره کیدا ډيره وستایله او خوښي ئې وښودله.

هغه پخپلو یو لړ څرګندونو کې ووئيل، زه د شیخ راشد ال مکتوم   د نورو پړاؤنو او دغه راز د شیخه فاطمه  دسیالیو پشمول په مختلفو سیالیو کې څه دپاسه لس ځله  داؤر یا قاضي وم، خو دغه سیالۍ د قرآئت ، لهجې او د تجوید پر احکامو مسلط کیدا له پلوه ډيرې غوره او  ممتازې دي. د الحسنی په وینا، ددغو سیالیو غوره کسان به وروسته  د مؤذن، قاری او د جمات د آئمه ؤ  په شان په دندو کې د خلکو خدمت وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4218681

captcha