IQNA

له مقاومتي چورلیزه د شهید آیت الله رئیسي ځلانده دریځونه پر ټولو روښانه دی

16:03 - May 30, 2024
د خبر لمبر: 3489303
ایکنا – د عراق د نجباء غورځنګ عمومی منشي ، په یولړ څرګندونو کې  له مقاومتي چورلیز څخه د ولس د شهید آیت الله ابراهیم رئیسي اود مقاومت د شهید حسین امیر عبداللهیان  د رول ستاینه او قدرونه وکړه.

ایکنانیوز د نجباء غورځنګ د اطلاع رسونې د ویبپاڼې له قوله راپور راکړ، د عراق د نجباء غورځنګ عمومی منشي شیخ اکرم الکعبی د خدمت د شهیدانو د درنښت د دستورو په څنډې کې له Khamenei.ir ویب سایټ سره چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په کوربتوب سره په امام خمیني امامباړې کې ترسره شوي ،لنډې خبرې کړي دي.

شیخ اکرم الکعبی پخپلو څرګندونو کې ووئيل، د آیت الله ابراهیم ریسي او حسین امیرعبداللهیان او ورسره د ملګرو شهادت  په مناسبت امام الزمان ، اسلامی امت او امام خامنه اي  او د ایران غیور ملت ته تسلیّت او تهنیّت وایم.

 هغه په دوام کې وئيلي دي ، شهید رئیسي په درستې نړۍ کې په تیره بیا په عراق کې  د مقاومتي چورلیز یوه تکیه ګاه او پشتیبان ؤ. شهید امیر عبداللهیان هم نه یوازې د ایران د اسلامی جمهوریت بلکې د اسلام یو سفیر ؤ.

آیت الله ریسی په نړۍ او فلسطین کې له مقاومت سره اړونده حالات په مستقیم ډول تعقیبول او ددنیا په سطح له مقاومتي چورلیزه دهغه په ملاتړ کې د هغه ځلانده دریځونه  پر ټولو روښانه دي.

دغه پوه او جلیل القدر شخصیّت ، د اسلامی جمهوری نظام او اسلامی ملتونو د ویاړ تومنه او نمونه انسان دی.
 په آی کې اکرم الکعبی  ووئيل له خداوندمتعال څخه غواړو چې مونږ د دوی په ووامدارې او اغیزشیندونکی لارې کې روان وساتي، داسې لاره چې  د نړۍ د پتمنو په زړونو کې یوه انقلابی لیدتوګه رابرسیره کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4219130

 

captcha