ایکنانیوز – ایکنانیوز د بیرمنګم میل له قوله راپور راکوي، د بیرمنګم د اسلامی میراث او هنرونو میوزیم د قرآن کریم د آیتونو د ډله ایز کتابت لپاره ټينډر صادر کړی دی . دغه پلان ګروهمنو ته دا فرصت ورکوي ،څو د قرآن کریم د یوه آیت کتابت وکړي.
د بیرمنګم اسلامی هنرونو او میراث میوزیم(MIIAH)) ددغه ښار خلکو ته د یوې ځانګړي پروژې د یوې برخې په توګه د قرآن کریم د یوې نوي نسخې د کتابت لپاره بلنه ورکړې ده.
مسلمانان او غیر مسلمانان به یو شان دغه فرصت ولری چې د پر کاغذ د قرآن کریم یو آیت په ځانګړي خوشخطۍ سره کتابت کړي.
دغه پروژه د Culture Forward موسیسې او د اسلامی هنرونو او میراث د میوزیم(MIAH)) په ملګرتیا سره ترسره کیږی.
ددغه ښار اوسیدونکي د ټولو دینونو پيروګار د عربی خوشخطۍ له مختلفو ډولونو سره د بلدتیا لپاره چې چې د قرآن کریم په خطي نسخو کې لیدل کیږي ، په ورکشاپ کې ګډون کولی شی. کتونکي همداراز د سنتی خوشخطۍ پر کاغذ د قرآن کریم آیتونه کتابت کولی شي. له کتابت وروسته دغه قرآنی نسخه له دودیزو تکنیکونو او ځاي موادو څخه په استفادې سرخ صحافی او ګنډل کیږي.
د برمینګم د اسلامی هنرونو او میراث د میوزیم مدیر او په تحقیقاتی کتابتون کې د مینځني ختیځ د خطي نسخو مسئول نیلم حسین په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دغه قرآن به د بیرمنګم ښار د خلکو په خط او ددغه ښار د له خلکو څخه وي.
اوس یویشتمه پيړۍ ده ، پر دې اساس مونږله مسلمانانو رانیولې ترغیر مسلمانانو پورې له ټولو غواړو، چې په دغه پلان کې ګډون وکړي ااو په بیرمنګم کې کې د کتابت دود او دستور ته دوام ورکړي.