IQNA

د یهود او صهیون توپیر څه دی ؟

15:58 - June 02, 2024
د خبر لمبر: 3489308
ایکنا – صهیونیسټ یو یهودي وګړی دی چې په ډیر زیات تعصب سره د یهود قوم په برلاسي  اعتقاد لری او  د یروشلم  د موعود ټاټوبی ته د ستنیدا  په فکر کې دی ، خو د حقیقي یهودی موضوع او اندیښنه ،د حضرت موسی(َع) په شریعت عمل او د تورات سم تفسیر کول دي.

یهودیت یو آسماني دین دی چط د حضرت موسی(ع) نبوت ته قایل دي او د تورات کتاب یو آسماني کتاب مني.یهود دین ته قایلیدونکي پوهیدل چې ددغه دین رسمیّت د خداوندمتعال له خوا د  ورپسې پيغمبر پورې  دی . په هرحال ددغه دین پروکار هغو مقرراتو او اصولو ته پابنده وو چې په تورات کې بیان شوي دي،که څه هم د تاریخ په اوږدو کې ځینی فرصت غواړو د شخصي او دنیاوي ګټو لپاره  پکې ډير تحریفات وکړل.

صهیون په اصل کې د بیت المقدس په شاوخوا کې د یوه غر نامه ده چې تر پیړیو پیړیو پرې د یهودي زاهدو کسانو دعبادت ځای دی او صهیونیسټ هم  هم همدغه شان عابد او زاهدو کسانو ته وئيل کید. خو په ۱۹ میلادي پیړۍ کې  دغه مفهوم په بشپړ ډول بدل شو او  د یهودي شخصیّتونو په وسیله  موعود  ټاټوبی ته د بیرته ستنیدا لپاره د سیاسی – مذهبی بهیر په توګه  وبلل شو . له دې وروسته، هغو کسانو ته چې د خپل دیني هویّت او اتلانو په اساس ، فلسطین ته د یهود قوت بیرته ستنیدا ته ئې اعتقاد درلود او د یهودي حکومت په جوړیدا ئې باؤر درلود، صهیونیسټ ووئيل شول؛ نو ځکه که څه هم د صهیونزم ځینی رهبرانو په پیل کې پر خداي  څه داعتقاد نه درلود،نو یوداسې چې یو غیر دیني حرکت ؤ ،او ځيني پلویان ئې په دې اند وو چې د یهود قوم  جلاوطني ، نه  د هغوي د ګناه نتیجه ده ،بلکې د ګوته په شمیر  یهودیانو  یتجه ده ، خو وروسته ئې ومنله ، له دیني تعلیماتو څخه په استفادې سره او په سیاسی رودو سره ئې د یهود ملت  ئې په یوه خاص ځاي کې یو ځای غونډ کړ. په نیجې کې صهیونزم  له یوه پلوه د تورات سیاسی تفسیر  بلل کیدلی شي.

په ټول کې وئيل کیدلی شي چې صهیونیسټ یو یهودي کس دی چې په ډیر تعصب سره د یهود قوم په برلاسي اعتقاد لري او د یروشلم  د موعود ټاټبی ته بیرته ستنیدا  خپل حق او دنده ګڼي او په دغې لارې کې له هیڅ کاره ډډه نه کوي . البته د فلسطین د موعود ټاټوبی ته بیرته ستنیدا څخه د هغه  نیّت،پر نړۍ حاکمیّت او د نورو هغو ټولو ملتونو او قومونو خپل خدمت ته اړباسل دی چې قرآن کریم ورته اشاره کوي.  هغه که دغه یهودیان په اوسمهال کې ژوند کوي او که په پيړیو پیړیو تیرو زمانو کې ئې ژوند کړی وي. دغه توکمپال یهودیان د تلمو د تعلیماتو او د توران د انحرافاتو په اساس عمل کوي،خو د حقیقی یهودي اندیښنه د حضرت موسی (ع) د تعلیماتو عملی کول او د تورات سم تفسیر دی.

په داسې حال کې چې اوسمهاله صهیونزم لازیات د نولسمې پیړۍ له اروپآئي ملی پالو او استعمار پالو څخه  راپورته شوی دی، هغه یهودیان چې د تورات په اساس د حق په لټون کې دي، له اوسمهاله  صهیونزم سره په مبارزې بوخت دي.د صهیونیسټ د پيژندګلوۍ لپاره باید په دین او توکم پسې نه شو، بلکې باید  د هغوی کړچار، هویت او اساس او چلندي ځانګړنو کته پام وشي. په همدې دلیل په امریکا کې(د جارج بش په پړاؤکې )د مسیحي صهیونیسټانو پنځیدا او په وروسیتو کلونو کې د یوډول عرب صهیونیسټ د بڼه موندنې شاهدان یووکه څه هم دغه نوي پنځیدل شوي صهونیسټان هیڅ ډول توراتي آئيډيئل نه لری  او یهود برلاسه توکم نه ګڼي ،بلکې یوازې د صهیونیسټانو له حکومته  د ملاتړ او د فلسطیینیانو  د کوچولو په دلیل  دوي صهیونیسټان  ګڼل کیدلی شي.

captcha