ایکنانیوز د رای الیوم له قوله راپور راکوي، د عربانو یو تکړه لیکوال د سیاسی چارو کارپوه او شناندی خیام الزعبی د امریکا د پوهنتونونو محصیلینوا و ځوانانو ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي وروستي لیک ته په اشارې سره لیکلي دي، حضرت آيت الله العظمی سید علی خ امنه اي په دغه لیک کې امریکا د پولیسو د ځپنې په وړاندې له دغو محصیلینو سره د ایران د ا سلامی جمهوریت پیوستون او بشپړ ملاتړ رابرسیره کړ.
د سورئې دغه شناندي د اسلامی انقلاب د ستر لارښود دغه لیک په عین حال کې ډير اغیزشیندونکی او دی وه لنډ لیک په توګه وباله.
هغه روښانه کړې ده، له دې وروسته چې اروپائي هیوادونه له څو لسیزو راهسې د صهیونیسټانو ملاتړي وو، د فلسطین د ملت په ضد د اسرائيلو اقدامات د دغه ملاتړ د ځوړتیا سبب شو او ډیری اروپائي ښاریز د فلسطین ملاتړي شول . ډیری اروپائي فعالان خپل زیاتره وخت د فلسطین دملت په ضد د اسرائيلو د جنایتونو د رسوا کولو لپاره تیروي. دغه اقدامات د فلسطین دملت د کړاؤنو په وړاندې یو ډول د خبرولو او خپرولو یوه برخه ده.
دغه شناندی زیاته کړې ده ، دمګړئ په امریکا کې ډير په بیړې سره بدلونونه رامینځةکیږي او باالعکس موازه شوې ده ، داسې چې د امریکا ، کینیډا ،انګلستان، فرانسې ،هالند سویس او د یوشمیر نورو اروپائي هیواونو پوهنتونونه د غزې د جنګ په ضد د اعتراضونو او مظاهرو شاهدان دي . دوي د اسرائيلي رژیم له پوهنتونونو سره د ملګرتیا، د تل ابیب د وسلو ملاتړو شرکتونو د بندیز او د جنګ د ملاتړ شرکتونو د پانګونې د دریدا غوښته وکړه.
د عربانو دغه شناندي او کارپوه په دوام کې د فسطین په باب درهبرۍ د ستر مقام لیکونو او پیغامونو ته اشاره وکړه چې په هغو کې له صهیونیسټي رژیم سره داړیکو عادی کیدا خیانت بلل شوی او د فلسطینیانو د حق په اهمیّت ټينګار شوی دی چې دغه ملاتړ د وخت له تیریدا سره اړونده نه دی.
هغه په پای کې د امریکائي پوهنتونونو محصیلینو او ځوانانو ته د حضرت ايت الله العظمی سید علی خامنه اي د لیک د محتوا په باب ولیکل ، دغه لیک له هغو لویو سرښیندنوته د وقادارۍ ، محبت له احساسه ډک دی چې فلسطینیانو د نیواکګرو له منګولو څخه د خپل ټاټوبی د آزادولو په لاره کې قرباني کړی دیي . د غه لیک د د سختیاتو او مشکلاتو څخه د تیریدا او له چیلنجونو سره د مقابلې په اړه د فلسطینیانو د توان په باب دی. د فلسطین ملت د اسرائيلی لویدیځوالو له پلانونو او دسیسو سره د قابلې او دهغوي د ناکامولو توان لری او له خپل داخلی وحدت او په کلک هوډ او مقاومت سره ناکامولی شی، یو داسې مقاومت چې هیڅ قدرت ئې د له مینځه وړلو قدرت نه لري.
https://iqna.ir/fa/news/4219556